په انګریزۍ کې ورته (tracheal rings) نوم هم اخلي. په (trachea) کې موجود دی. کرپندوکی ځواکمن دی خو انعطاف یا د قاتیدو وړ دی. یاد کروپندوکی د ټرېکیا ملاتړ کوي خو د ساه اخیستنې پر مهال یې د تاوېدو او انعطاف مخنیوی نکوي. په هر کس کې یې شمېر توپیر لري خو ټول له ۱۶ تر ۲۰ پورې جلا کرپندوکي دي. هر یو یې C ته ورته شکل لري او د یو بل له پاسه واقع وي.
له مرۍ (esophagus) سره په نږدې برخه کې پرانیستې برخه لري. د هر کرپندوکي ډبلوالی له یو تر دوه ملي متر پورې وي. په پای کې لمړی کرپندوکی یې پراخ او په پای کې وېشل شوی، ځینې وخت له بل کرپندوکي سره ترکیب شوی وي، ترکیب کېدنه یې د ټرېکیا له جوړښت سره تړاو لري. وروستی کرپندوکی یې منځ کې پراخ او ډبل دی. هر څومره چې د انسان عمر زیاتیږي همدومره یې یاد کرپندوکی په کلسیم کاربونېټ بدلیږي یا (calcify) کیږي. ډېری وخت د عمر له زیاتېدو سره دوه یا ډېر کرپندوکي خپله کې سره فیوز کیږي.