Travancore flying squirrel
د ډول علمي نوم یې (Petinomys fuscocapillus) ده. بل نوم یې کوچنی الوت کوونکی نولی (small flying squirrel) ده. د هند په سوېل او سریلانکا کې پیدا کیږي. ګمان کېده چې نسل یې له منځه تللی خو د هند په کېرالا ایالت کې په ۱۹۸۹ کال کې له سل کاله وروسته او په سریلانکا کې له ۷۸ کاله وروسته بیا ځلې وموندل شول.
د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۳۲ سانتي متره او د لکۍ له ۲۵ تر ۲۹ سانتي متره پورې رسیږي. د تنې د پاسه برخې رنګ یې سور رنګه نسواري او د تنې د لاندې برخې رنګ یې خړ رنګه وي. د تنې د پاسه برخې وېښته یې اوږده او ډېر نرم وي. دوه فرعي ډولونه لري.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
فرعي ډله | سکیورومورفا |
کورنۍ | سکیوریډای |
فرعي کورنۍ | سکیورینای |
قوم | ټېرومایني |
نسل | پېټینومیس |
فرعي ډولونه
- Petinomys fuscocapillus fuscocapillus
- Petinomys fuscocapillus layardi
Comments
So empty here ... leave a comment!