Triturus – تریتوروس
تریتوروس د تریتون نسل دی. تاج لرونکي او مرمر تریتون پکې شامل دي. په ټول انګلستان کې، تقریبا ټوله اروپا کې، د سایبیریا تر لرې لوېدیځ پورې، اناتولیا یا کوچنۍ اسیا او د کسپین سمندر په سیمه کې پیدا کیږي. مرمر نوم یې شین او تور رنګ کوم چې مرمر ته ورته والی لري رجوع کوي او د تاج لرونکي تریتون نر بیا تېز نسواري رنګ کې وي او د ګېډې رنګ یې له زېړ تر نارنجي پورې خالونه لري، په ملا کې تاج لري او په لکۍ کې یې تاج د مثل د تولید په موده کې وده کوي او نوم یې همدې تاج ته له ورته جوړښت اخیستل شوی.
تاج لرونکی او مرمر تریتون په ګڼو وښو لرونکو ډنډونو کې د مثل تولید کوي او په همدې سیمه کې له پنځه تر شپږ میاشتو پورې ژوند کوي. د کال پاتې برخه په سوري یا تیاره کې تېروي، داسې سوری چې د مثل د تولید سیمې ته یې نږدې وي او پناه ځایونه پکې پرېمانه وي. نر یې د جوړه کېدو لپاره ځانګړی چلند خپلوي او کله چې خپل سپرم بهر ته پرېږدي یاد چلند پای ته رسوي. وروسته یې ښځه سپرم په خپل مقعد کې په وروستیو پښو داخلوي. کله چې د ښځې په داخل کې القاح ترسره شي نو له ۲۰۰ تر ۴۰۰ پورې هګۍ اچوي. خپله هره هګۍ جلا د اوبو د بوټو په پاڼو پسې نښلوي. لاروای بچیان یې مخکې تر دې چې په وچه کې په ژوند کونکي ځوان بچي بدل شي له درې تر څلورو میاشتو پورې ودې ته ادامه ورکوي.
مخکې ډېری د اروپا د تریتون ډولونه په تریتوروس نسل کې ډلبندي شوي وو خو اوسمهال په جلا نسلونو کې جلا ډولونه ګڼل کیږي. تر ټولو ورسره نږدې تړاو لرونکی د اروپا کالوتریتون دی. اوسمهال یې د نسل شمېر د ځمکې د وېش او پلور له امله او د ژوند لپاره د چاپېریال د ویجاړونې له امله په کمېدو دی. د ټولو ډولونو ساتنه قانون کوي او ځینې سیمې حکومتونو ساتلي تر څو په وچه کې د ژوند پړاو او اوبو کې د مثل تولید ته پکې ادامه ورکړای شي.
ډلبندي
په ۱۸۱۵ کال کې په لمړي ځل تریتوروس نسل کانستانتین سموېل تعریف کړی وو. په نسل کې د شمال تاج لرونکی ډول په ساینسي نوم (Triturus cristatus) کې د همدې نسل نوم کارېدلی وو. یاد ډول په ۱۷۶۸ کې جوزېفوس نیکولاوس لورېنټي تشرېح کړی او نومولی وو خو ستونزه دا وه چې تر دې لس کاله وړراندې لینیاس یاد نوم د سمندري حلزون د یوه نسل لپاره کارولی وو او دلته دا اړینه شوه چې بل نوم نسل ته پیدا کړي.
د شلمې پېړۍ تر پای پورې په تریتوروس نسل کې د اروپایي تریتون ډېری ډولونه ډلبندي شوي وو. کله چې مسلکي کسان وپوهېدل چې خپله کې پولي فیلیټیک دی نو بیا یې کتنه ورته وکړه – پولي فیلیټیک ګروپ داسې ټولګه ده د کومې چې د تکامل سرچینه خپله کې شریکه وي خو لنډ تېر وخت کې ګډ پلرونه نه لري، پولي فیلیټیک اصطلاح تر ډېره داسې ډولونو ته کاریږي چې فزیکي ځانګړنې یې یو بل ته ورته والی لري او د تکامل له امله پکې رامنځته شوې وي.
اوسمهال یې له پخوانیو ډولونو ټولټان درې نسلونه جوړ شوي : هر یو یې لیسوتریتون، اوماتوتریتون او الپین تریتون دي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | تریتوروس |
انځور | ساینسي نوم | |||||
---|---|---|---|---|---|---|
T. anatolicus T. ivanbureschi T. karelinii |
||||||
T. carnifex | ||||||
T. cristatus | ||||||
T. dobrogicus | ||||||
T. macedonicus | ||||||
T. marmoratus | ||||||
T. pygmaeus |
تشرېح
تریتوروس تقریبا د غټې تنې لرونکي تریتون دي. اوږدوالی یې له ۱۰ تر ۱۶ سانتي متره پورې وي خو د تاج لرونکي تریتون ځینې ډولونه یې تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږده هم شته. د بدن کچه یې له جنسیت او چاپېریال دواړو سره تړاو لري. په ډېری ډولونو کې یې ښځه د نر په پرتله تنه کې غټه وي او لکۍ یې تر نر اوږده وي. د ایټالیا تاج لرونکی تریتون په هغو سیمو کې غټ دی چېرې چې هوا سړه ده.
تاج لرونکی تریتون تېز نسواري رنګ لري او په دې رنګ کې د تور رنګ خالونه لري، ځینو غړو کې یې سپینوالی هم شته وي. د ګېډې رنګ یې له زېړ تر نارنجي پورې وي او د تور رنګ خاپونه پکې وي. د ښځې او وړو بچیانو په ملا کې زېړه کرښه موجوده وي. د مثل د تولید په موده کې په تاج لرونکي تریتون کې فزیکي بدلون رامنځته کیږي. فزیکي بدلون کې یې په ملا کې تاج پیدا کېدل، د لکۍ په څنګ کې سپینه کړۍ پیدا کېدل شامل دي.
مرمر تریتون تور او شین رنګ کې وي. د ښځې په ملا او لکۍ کې یې سور رنګه نارنجي کرښه وي. مرمر تریتون کوچنی خو څورب وي. د مثل د تولید په موده کې یې نر په لکۍ کې د سپین رنګ کړۍ پیدا کوي.
د ژوند دوران او چلند
لکه د تریتون د نورو ډولونو په څېر د لاروای په توګه په اوبو کې وده کوي، د ځوانۍ دوره په وچه کې تېروي او هر کال د مثل تولید لپاره بېرته اوبو ته تګ کوي. په هر ډول کې یې بشپړ ودې ته رسېدلی، د کال یوه برخه په وچه کې تېروي خو د هر ډول موده یې له بل ډول سره توپیر لري. د ژوند دوام یې له دواړو په وچه کې او اوبو کې د ژوند له چاپېریال سره تړاو لري او که چېرې یو هم ویجاړ شي ژوند ته ادامه نشي ورکولای او نسل یې ورکیږي. تقریبا له یو کال لاروای دورې وروسته په ځوان بچي بدلیږي، یو تر دوه کاله یې د ځواني پړاو په وچه کې وي او له هغې وروسته بشپړ بلوغ ته رسیږي. کومې سیمې چې د سمندر له سطحې ډېرې لوړې دي په یادو سیمو کې لاروای او د ځوانۍ پړاو اوږد وي. تر ډېره یې لاروای او واړه بچیان د مړینې له ګواښ سره مخ وي خو بشپړ ودې ته رسېدلي یې په اسانۍ بقا موندلی شي. ځینې ډولونه یې له ۷ تر ۹ کالو پورې عمر لري خو د تاج لرونکي تریتون ځینې ډولونه تر ۱۷ کالو پورې ژوند کولای شي.
په اوبو کې د ژوند پړاو
د تریتوروس نسل د تریتون ډولونه په داسې د ولاړو اوبو ډنډ کې ژوند خوښوي چې له پاسه سوری نه وي، کوچنی نه وي بلکې د منځنۍ کچې یا لوی ډنډ وي، د اوبو تل کې ګڼ واښه وي، کبان پکې نشته وي ځکه چې کبان یې لاروای بچیان ښکار کوي، همداسې طبیعي ډنډ نه وي بلکې انسانانو کندې جوړې کړې وي او بیا په ډنډ بدل شوی وي یا هم د باراني اوبو ډنډونه وي. له دې پرته د پارکونو په کندو کې، د پټیو لښتیو کې، د شولو پټیو کې هم ژوند کولای شي.
په تریتوروس نسل کې دانوب ډول د روانو اوبو په سیندونو کې هم د مثل تولید کولای شي. د سیلاب ځپلو ځمکو په ډنډ شو اوبو او لښتیو کې هم ژوند کولای شي، همداسې د تریتون د نورو ډلونو برعکس له کبانو سره یوه چاپېریال کې ژوند کولای شي.
د تریتوروس نسل ډولونه د ژمي له خوب وروسته په پسرلي کې، کله چې تودوخه له ۴– ۵ °C پورته وي د مثل د تولید لپاره اوبو ته تګ پیل کوي. ډېری ډولونه یې دا چاره د مارچ په میاشت کې کوي خو کوم ډولونه چې په سوېل کې ژوند کوي تر دې مخکې اوبو ته ځي او له جنوري تر مارچ پورې موده کې د مثل تولید کوي. اوبو کې د وخت تېرولو موده یې هر ډول کې توپیر لري د مرمر ډول بشپړ ودې ته رسېدلي یې تر درې میاشتو پورې اوبو کې پاتې کیږي، د دانوب تریتون بشپړ ودې ته رسېدلي یې تر ۶ میاشتو اوبو کې پاتې کیږي. په اوبو کې د پاتې کېدو موده یې د تنې له جوړښت سره هم تړاو لري : د کومو چې تنه زیات ګردوالی یا استوانه اي جوړښت لري د لامبو وهنې لپاره مناسب وي او تر ډېره اوبو کې پاتې کېدونکي وي.
کله چې د ژوند پړاو په اوبو کې ترسره کوي په دې موده کې د شپې لخوا فعال وي او خپل فعالیت د اوبو په ژورو برخو کې کوي. د اوبو ژورو برخو کې د ګیا لاندې پټ وي. همداسې د سا اخیستنې لپاره د اوبو سطحې ته را پورته کیږي. په اوبو کې د ژوند پړاو پر مهال پرېمانه خواړه د ښکار لپاره لري. د تاج لرونکي تریتون ځوان بچیان یې د لنډ مهال لپاره کله نا کله هر کال بېرته اوبو ته تګ کوي خو د مثل تولید نه کوي.
په وچه کې د ژوند پړاو
په وچه کې د ژوند د پړاو پرمهال مرمر تریتون په وچه کې پنا ځایونو ته، بې شمزیو ته د ښکار لپاره او لوندوالي ته اړتیا لري. په وچه کې د ژوند د پړاو پرمهال د ډېری ډولونو اړتیاوې تر اوسه نه دي مطالعه شوي، لامل یې په وچه کې د پټ تریتون موندل او مطالعه ستونزمنه چاره ده. په داسې چاپېریال کې ژوند کوي چېرې چې ونې شته وي خو د ونو لاندې کم واښه وي او یا واښه نشته وي، د نختر ځنګلونو کې هم ژوند کول خوښوي. کوم چې په سوېل کې دي تر ډېره د څېړیو په ځنګلونو کې وي. که چېرې یې چاپېریال کې ځنګلونه نشته وي په ګڼو بوټو کې هم ژوند کولای شي.
تریتون د پټېدو لپاره پنا ځای ته اړتیا لري او تر ډېره دیوالونو کې، سټو کې، ساقو کې سوری، د ډبرو لاندې ځای او د وړو تی لرونکو سمڅې کاروي. په یوه پنا ځای کې څو غړي پټیږي. په وچه کې د ژوند لپاره چاپېریال له داسې اوبو سره نږدې ټاکي کومو کې چې د مثل د تولید موده کې هګۍ اچوي.
ځوان بچیان یې د مثل د تولید لپاره نوو سیمو ته ځي خو بشپېړ ودې ته رسېدلي یې هر کله پخوانۍ د مثل د تولید سیمې ته بېرته تګ کوي. تریتون له خپلې سیمې په یوه شپه کې تر سل مترو لرې تګ نه کوي او که چېرې تګ وکړي نو په هېڅ وجه تر یو کیلو متر لرې نه ځي. د لوري موندنې لپاره بوي او د نورو دوه ژواکو غږ کاروي. په هغو شپو کې چې کله لوندوالی زیات وي تر نورو شپو ډېر فعال وي، د ورځې لخوا خپل پنا ځای کې پټ پاتې کیږي. د اوړي پای کې یې فعالیت د کال تر نورو فصلونو زیات وي. تر ډېره خوب د ژمي فصل کې کوي خو په سوېل کې کله چې د اوړي پر مهال وچوالی زیات وي د اوړي خوب هم کوي.
خواړه او د نورو لخوا ښکار کېدنه
تر ډېره یې خواړه واړه بې شمزي دي. کله چې په وچه کې د ژوند پړاو ترسره کوي په دې موده کې یې خواړه د ځمکې چونجیان، انالېډ، مختلف ډوله حشرې او حلزونونه دي. کله چې د مثل د تولید لپاره بېرته اوبو ته ولاړ شي په اوبو کې په مختلف ډوله بې شمزیو ځان تغذیه کوي خو له دې پرته د چونګښو واړه بچیان، د تریتون واړه بچیان او نور دوه ژواکي هم ښکار کوي. لاروای بچیان یې له خپلې کچې واړه د چونګښې بچیان او یا هم د خپل ډول تر خپل ځان واړه لاروای بچیان ښکار کوي.
د تریتوروس نسل په لاروای بچیانو نور بې شمزي او د اوبو مرغان ځان تغذیه کوي. همداسې که چېرې ښکار کوونکي کبان اوبو کې شته وي په لاروای بچیانو یې برید کوي. بشپړ ودې ته رسېدلي یې کوم چې په وچه کې ژوند کوي تر ډېره له مرغانو په سمڅو او غارونو کې پټیږي خو کله نا کله یې د اوږدې مښوکې مرغان خوري. له دې پرته یې د وښو ماران او واړه تی لرونکي یې هم خوري. پوستکی یې د تېټرو ډوټوکسین په نوم زهر ترشح کوي او که چېرې تاج لرونکی تریتون یې له ګواښ سره مخ شي سملاسي په ملا څملي او خپله نارنجي ګېډه باندې بل ژوي ته د زهرو لرلو ګواښ کوي په دې وخت کې شیدو ته ورته مایع بهر ته پرېږدي.