Tylototriton himalayanus

عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم پېژندل کیږي. په تیلوتو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د هند نیپال او بوتان په ځینو سیمو کې پیدا کیږي. په هند کې د تریتون له دوه ډولونو یو دی. ښځه یې په تنه کې له نرڅخه اوږده وي. سر یې بې څوکې او هګۍ ته ورته والی لري. په ملا کې ۱۶ زخو ته ورته موړې لري. د ملا رنګ یې له روښانه تر تېز نسواري پورې وي، د ګېډې رنګ یې کریمي رنګه وي.

د معتدلو سیمو په ځنګلونو کې د وریجو پټیو او ډنډونو سره نږدې پیدا کیږي. په اپرېل او مارچ کې د مثل تولید کوي. د کال لویه برخه په وچه کې تېروي او د ډبرو، بوټو او سټو لاندې پټیږي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل تیلوتوتریتون

Sidebar



Share
Hide Buttons