Urinary tract infections UTI – د ادرارو عفوني کېدنه

د ادرارو عفوني کېدنه پر (kidneys, ureters, bladder, and urethra) هم اغیز لري – د هر یوه مانا لاندې وګورئ :
 
ureter
هغه تونل چې له پښتورګو ادرار مثانې ته انتقالوي
bladder
مثانه
urethra
هغه تونل چې له مثانې بهر ته ادرار انتقالوي په نر کې سپرم هم بهر تویوي
kidneys
پښتورګي
 
 
د ادرارو د عفوني کېدو علایم
په دوامداره توګه ادرار کول
د ادرارو پر وخت سوزی
کمه اندازه ادرار
په ادرارو کې کب ته ورته بوی
کله کله په ادرارو کې وینه
 
کله چې ادرار عفوني شي ډاکتر یې د درملنې لپاره انتیبیوتیک نسخه کوي. یوازې درملنه بسنه نکوي بلکې نور پرهېز هم باید ورسره وشي کوم خلک چې الکول لرونکی څښاک څکي باید په کلکه له الکولو څکلو ډډه وکړي ځکه چې الکول د ادرارو د اسیدو کچه زیاتوي او علایم یې سختوي. له دې پرته الکول او د عفوني شوو ادرارو لپاره انتیبیوتیک یو ځای کارول ګېډه خرابوي او انسان کې ګنګسوالی پیدا کوي.
 
نور داسې څښاکونه هم شته چې باید تاسې یې له څکلو ډډه وکړئ لکه کافین لرونکي چې په دې کې چای، کافي او هر ډول سوډاګانې شاملې دي خو نورې مایع باید زیاتې وڅکل شي تر څو د ادرارو له کانال څخه باکتریا پاکې کړي. له دې پرته له لیمویي جوسونو هم ډډه وکړئ لکه د لیمو جوس، د مالټې جوس او ورته نورې میوې. له څښاک پرته ځینې خواړه هم په مثانه کې نا ارامي زیاتولای شي لکه مساله لرونکي خواړه، د رومي لرونکي خواړه او چاکلیټ د ادرارو د عفوني کېدو پر وخت له دې خوړو هم ډډه وکړئ.
 
د نر په پرتله د ښځو ادرار زیات عفوني کیږي او لامل یې په اناتومۍ کې توپیر دی د نر په پرتله د ښځې (urethra) لنډ وي او باکتریا په اسانۍ له همدې لارې مثانې ته داخلیدای شي.
 
کله چې باکتریا دې تونل ته داخله شي او په مثانه کې څو برابره زیاته شي یا هم نوره تولید شي ادرار عفوني کیږي. یادې باکتریا ګانې د مقعد او رحم په خوله کې موجودې وي خو په دې سیمه کې کومه روغتیایي ستونزه نه جوړوي خو کله چې د ادرارو کانال ته داخلې شي ادرار عفوني کوي. د ادرارو کانال ته د جنسي اړیکې پر وخت چې کله انسان د حاجت رفع ته ځي داخلیږي خو که دې وخت کې ښځې خپل رحم ومینځي د داخلېدو امکان یې کمیږي.
 
په زړو ښځو کې چې کله میاشتینۍ ناروغي ختمیږي د ایسټروجین هورمون په کچه کې توپیر راځي او همدا هم د ادرارو د عفوني کېدو لامل کیږي. په کومو خلکو کې چې دفاعي یا ایمني سیستم کمزوری وي هم یې ادرار عفوني کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons