V-2 rocket
په جرمنۍ ژبه کې یې نوم (Vergeltungswaffe 2) لیکل کیږي. تخنیکي نوم یې (Aggregat 4 or A4) ده. د نړۍ لمړی د اوږد واټن بالاستیک توغندی وو. په توغندي کې د حرکت لپاره مایع کارونکی انجن (liquid-propellant rocket engine) نصب وو. په دوېمه نړیواله جګړه کې جرمني طرحه کړی. همداسې لمړی د انسان په لاس جوړ شوی ابزار وو کوم چې د ۱۹۴۴ کال د جون په ۲۰ نېټه له کارمن کرښې (Karman line) تېر شو – کارمن کرښه د نړۍ د اتموسفیر او بهرنۍ فضا ترمنځ پولې ته وایي. د خوځښت د ځواک لپاره توکو ۳۸۱۰ کیلو ګرامه وزن لره په دې کې ۷۵ % ایتانول، او ۲۵ % اوبه وې. د هدایت لپاره یې جیروسکوپ کاروه تر څو لوری مشخص کړي. توغونکی یې د انتقال وړ وو.
په یادو توغندیو جرمانانو د انګلستان لندن ښار او د بلجیم انتوارپین او لیج ښارونه ویشتلي. په پایله کې یې ۹۰۰۰ عام وګړي او پوځیان وژلې او پر تولید کولو یې ۱۲۰۰۰ اسیران د سخت کار او ولږې له امله وژلي. کله چې جرمني له ماتې سره مخ شوه امریکایانو، انګریزانو او د شوروي اتحاد ته یې ټوله ټکنالوجي په لاس ورغله. له پاتې شوو وسایلو یې امریکایانو تقریبا ۸۰ وي – ۲ جوړ کړل او همداسې روسانو یې شرکت روسې ته انتقال کړ.
کارونکی ځواک : د جرمني نازیان
د کارېدنې موده : ۱۹۴۴–۱۹۵۲
له جګړې وروسته کارونکي: امریکا، انګلستا، د شوروي اتحاد
طرحه کوونکی : Peenemünde Army Research Center
جوړونکی شرکت : Mittelwerk GmbH
ارزښت : ۱۰۰۰۰۰ رایکس مارک
د تولید موده : ۱۹۴۲ – ۱۹۴۵
وزن : ۱۲۵۰۰ کیلو ګرامه
اوږدوالی : ۱۴ متره د چاودېدونکو توکو وزن ۹۱۰ کیلو ګرامه
د چادونې میکانیزم : ضربه
عملیاتي حد : ۳۲۰ کیلو متره
سرعت : په ساعت کې ۵۷۶۰ کیلو متره