Vaccine – واکسین

واکسین داسې بیولوجیکي جوړونه ده کوم چې د یوې ځانګړې عفوني کوونکې ناروغۍ لپاره د ایمني سیستم فعال فرعي سیستم (acquired immunity) رامنځته کوي. په واکسین کې معمولا یو عامل شامل وي کوم چې د ناروغۍ پیدا کوونکي مایکرو اورګانیزم ته ورته وي او یا هم خپله یو مړ شوی مکروب وي. په واکسین کې عامل د بدن ایمني سیستم تحریک کوي چې په واکسین کې عامل د یو ګواښ په توګه وپېژني او په عامل برید وکړي له منځه یې یوسي او په راتلونکې کې هر هغه مایکرو اورګانېزم چې له عامل سره تړاو لري د بدن ایمني سیستم یې وپېژني او برید پرې وکړي.
 
واکسین ممکن پروفیلکتیک وي دپروفیلکتیک مانا مخنیونکی ده (په یوه طبیعي یا وحشي پاتوجېن باندې په راتلونکې کې د عفونیت مخنیوی کوي)؛ واکسین ممکن تېراپیوټیک وي، تېراپیوټیک هغه څه ته وایي چې درملنه کوي (دا واکسین په انسان کې له شته یا موجودې ناروغۍ سره جګړه کوي لکه سرطان).
 
د عفوني کوونکو ناروغیو لکه پولیو، تیتانوس او د مېزل په نامه سور بخار د مخنیوي لپاره واکسین تر ټولو اغیزمنه طریقه ده. په واکسین کې غیرې فعال شوي، مړه ژوندي او یا هم له ژوندیو ترلاسه شوی تصفیه شوی تولید موجود وي. په ځینو واکسینو کې داسې مایکرو اورګانیزم موجود وي چې ناروغي پیدا کوي خو په وړانګو او یا تودوخې مړ شوی وي لکه د پولیو، د اې زېړي، ربیز او انفلوېنزا واکیسنونه کې.
 
په ځینو واکسینونو کې د ناروغۍ پیدا کوونکي مایکرو اورګانیزم کمزوري یا ضعیفه شوي وي او د ناروغۍ پیدا کولو ځانګړنه پکې له منځه وړل شوې وي او یا هم کم مضر مایکرو ارګانیزم وي خو د بدن ایمني سیستم په پراخه کچه غبرګون ته تحریکوي. دا ډول واکسینونه ټول ویروسي وي خو ځینې یې په طبیعت کې باکتریایي وي لکه د زېړې تبې، روبېلا، د میزل سره بخار او یا هم تایفویډ لپاره واکسینونه.
 
زهري واکسینونه له غېرې فعاله شوو زهري ترکیبونو جوړ شوي وي لکه د تیتانوس او ډیفتېریا واکسین. دا ډول واکسینونه ډېر اغیزمن هم دي. ټول زهري واکسینونه د مایکرو ارګانیزم ضد هم نه وي. د بېلګې په توګه د مارانو له (Crotalus atrox) ډول څخه زهر ویستل کیږي او د سپیانو لپاره واکسین ترې جوړیږي کوم چې په سپیانو کې شني او سپږې وژني.
 
ځینې باکتریا پوليسکارایډ بهرنۍ کوټ لري او په کمه اندازه ایمیونوجنیک دي. له پروتینونو سره د بهرني کوټ نښلونه یې د پوليسکارایډ بهرنی کوټ ایمني سیستم ته د پروتین انټي جېن په توګه ورپېژني. دا طریقه په (Haemophilus influenzae type B vaccine) واکسین کې کارېدلې.
 
د (Dendritic cell) واکسینونه له (Dendritic) حجرو سره انټي جېنونه ترکیب کوي تر څو د وینې سپینو حجرو ته انټي جېنونه چمتو کړي او په دې طریقه ایمني سیستم غبرګون ته اړ باسي. دا واکسینونه د مغز د تومورونو په درملنه کې اغیزمن ثابت شوي په (malignant melanoma) کې یې هم ازموینه شوې.
 
د (DNA vaccination) طریقه یوه بدیله تجربوي طریقه ده، د یوه عفوني کوونکي عامل له ډي اېن اې جوړ شوی واکسین دی خو تر اوسه کارول شوی نه دی.
 
د (Recombinant vector) واکسین کې د یوه مایکرو ارګانېزم له ډي اېن اې سره د بل مایکروارګانېزم فزیولوجي یو ځای کیږي او په دې طریقه د هغو ناروغیو ضد کوم چې د عفونیت پېچلی بهیر لري ایمني سیستم فعاله کیږي. بېلګه یې د اېبولا (RVSV-ZEBOV vaccine) واکسین دی.
 
ار اېن اې واکسین د واکسین نوې طریقه ده. په دې واکسین کې د نیوکلیک اسید ار اېن اې کارول شوې. څو ډوله واکسینونه د جوړېدو لاندې دي تر څو د کورونا مخنیوی پرې وشي.
 
د (T-cell receptor) واکسینونه د څو ډوله ناروغیو د مخنیوي لپاره دي
 
د واکسین (Valence)
واکسین یا (monovalent) وي کوم ته چې د (univalent) نوم هم اخلي او یا هم (multivalent) وي دې ډول ته د (polyvalent) نوم هم اخلي. د (monovalent) واکسین د یوه مایکرو ارګانېزم یا یوه انټي جېن ضد د بدن ایمني سیستم فعاله کوي او د (polyvalent) ډول د یوه مایکرو ارګانېزم د څو سټرېنونو ضد او یا هم د څو مایکرو ارګانېزمونو ضد د بدن ایمني سیستم فعاله کوي.
 
د بدن ایمني سیستم په واکسین کې عامل د پردي په توګه پېژني او له برید کولو سره یې له منځه وړي او په یاد کې یې ساتي. کله چې بدن کې د عامل له زهري ډول سره مخ شي نو د بدن ایمني سیستم یې په کوټ باندې له موجودو پروتینونو پېژني او د غبرګون لپاره مخکې له مخکې د واکسین د عامل له امله چمتو وي. دلته دوه چارې امکان لري مخکې تر دې چې زهري عامل حجرو ته داخل شي له منځه یې وړي او که چېرې حجرو ته داخل شوی وي نو ایمني سیستم دا حجرې له منځه وړي تر څو نورې حجرې عفوني نشي.
 
ځینې وخت ممکن واکسین اغیز ونکړي او اغیز نه کول یې خپل لاملونه لري لکه د میزبان ایمني سیستم، د واکسین رژیمونه. ممکن واکسین هېڅ اغیز ونلري او یا هم کم اغیز ولري. د غبرګون نشتوالی یې ممکن له جنتیک سره تړاو ولري، ممکن له ایمني وضعیت سره تړاو ولري، ممکن له عمر سره تړاو ولري او یا هم ممکن له روغتیا او د خوړو له وضعیت سره تړاو ولري. که چېرې د واکسین د اغیزنشتوالی جنتیکي وي نو ممکن په میزبان کې د بي حجرې د سټرېن نشتوالی وي کوم چې مناسب انټې باډیز تولیدوي. که چېرې د مېزبان بدن انټي باډیز تولید کړي خو د واکسین اغیز کم وي نو ممکن د ایمني سیستم غبرګون ډېر ورو وي.
 
په واکسین کې معمولا (Adjuvants) کاریږي تر څو د بدن د ایمني سیستم غبرګون لوړ کړي په ځانګړې توګه د ۵۰ او ۷۵ کلونو د عمر لرونکو لپاره واکسین کې, ځکه چې د دې عمر خلکو کې ساده واکسین ته د ایمني سیستم غبرګون کمزوری وي.
 
د واکسین اغیزمنتوب له ځینې فکتورونو سره تړاو لري
۱ – ناروغي, په ځینو ناروغیو د واکسین اغیز لوړ وي خو په ځینو کې یې اغیز کم وي
۲ – د واکسین سټرین، ځینې واکسینونه د ناروغیو د ځانګړي سټرېن لپاره وي او یا هم د ناروغۍ د سټرېن ضد ډېر اغیزمن وي
۳ – د واکسین وخت او یا مهالوېش
۴ – ځینې کسان که چېرې په خپل وخت هم واکسین شي ایمني سیستم یې واکسین ته غبرګون نه ښي او بدن یې انټي باډیز نه تولیدوي
 
که چېرې په کوچنیوالي کې واکسین وشي نو تر ټولو محفوظ وي. که چېرې واکسین بد اغیز هم ولري نو معمولا بد اغیز یې سخت نه وي. د واکسین تر ټولو عام بد اغیز د تذریق ځای کې درد، تبه او عضلو کې سخت درد وي خو ځینې وګړي ممکن له واکسین سره حساسیت ولري. د اېم اېم ار واکسین ډېر کم وخت د (febrile seizures) لامل کیږي. د واریسلا واکسین ډېری وخت په ایموډیفېشنټ وګړو کې سخت جانبي عوارض پیدا کولای شي. همداسې روټاویروس واکسین ډیر کم وخت د (intussusception) لامل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons