Varicocele

په نر کې د هګیو کیسه (scrotum) په پوستکي پوښل شوې کیسه ده. په داخل کې یې وریدونه او سره رګونه موجود دي، سره رګونه یې د مثل د تولید مرغړیو ته وینه لیږدوي. که چېرې د هګیو کیسه کې په کوم ورید کې غیرې عادي روغتیایي حالت رامنځته شي نو ممکن د (varicocele) لامل شي. په خپله د (varicocele) حالت د هګیو په کیسه کې د ورید غټیدنه ده، دې وریدونو ته د (pampiniform plexus) نوم اخلي. یاد حالت یوازې د هګیو په کیسه کې رامنځته کیږي او ډېر ورته والی له (varicose veins) حالت سره لري کوم چې په پښه کې پیدا کیږي.

د کمو سپرمو او د ټیت کیفیت لرونکو سپرمو د تولید لامل کیږي او په ځینو حالتونو کې د نر د شنډوالي لامل ګرځي. همداسې د هګیو په حجم کې هم کموالی رامنځته کولای شي. په ۱۵ % بلوغ ته رسېدلو او ۲۰ % کم عمرو کې پیدا کیږي، د ۱۵ او ۲۵ کالو ترمنځ عمر لرونکو کې ډېر عام وي. ډېری وخت د هګیو د کیسې په کیڼ اړخ کې رامنځته کیږي. د هګیو په کیسه کې د کیڼ او ښي اړخ اناتومي توپیر سره لري له همدې امله ډېره کم وخت په ښي اړخ کې پیدا کیږي. په ټولو خلکو کې دسپرمو په تولید اغیز نلري.

د نر هره هګۍ (spermatic cord) نیولې او د دې مرغړیو وریدونه، سره رګونه او عصاب هم په (spermatic cord) کې دي. که چېرې وریدونه روغتیا ولري نو له هګیو د هګیو کیسې ته وینه خالي کوي او له دې برخې یې بېرته زړه ته انتقالوي خو ځینې وخت په ورید کې وینه سمه نه بهیږي او له همدې امله پړسوب پکې پیدا کیږي. د (varicocele) حالت د وخت له تېرېدو سره په تدریجي توګه رامنځته کیږي. د یاد حالت عوامل تراوسه نه دي مالوم.

نښې او علایم
– په یوه هګۍ کې مرغړي ته ورته جوړښت
– د هګیو د کیسې پړسوب
– د هګیو په کیسه کې څرګند غټ شوی یا حلقه شوی ورید
– د هګیو په کیسه کې بیا بیا ځلې پیدا کیدونکی درد

ډاکټر یې په فزیکي ازموینه تشخیص کوي. که چېرې یو کس دا حالت ولري او پروت وي نو د څملاستو حالت کې ډېری وخت څرګند نه وي، ډاکټر ممکن ناروغ په ولاړه او ملاسته دواړو حالتونو کې وګوري. ممکن ډاکټر د هګیو د کیسې الټراسونډ ازموینې سپارښتنه وکړي تر څو د حالت دقیق انځور ولرلای شي او د ورید کچه ولیدی شي. که چېرې د شنډېدو خطر او یا بې کچې نا ارامۍ لامل کیږي نو ممکن ډاکټر یې درملنه وکړي او که داسې نه وي نو کومې ځانګړې درملنې ته اړتیا نلري.

که چېرې د هګیو په فعالیت یې د اغیز خطر شته وي، له ځان سره درد ولري او یا هم د شنډتوب خطر ولري نو په روغتون کې یې یورولوجیسټ عملیات کوي. عملیات یې د ګېډې او خاصره لګن له لارې کیږي. په عملیات کې غېرې نورمال ورید له نورمال ورید سره وصل کیږي تر څو بل ورید ته وینه وبهیږي.

No photo description available.