Variegated squirrel
د ډول علمي نوم یې (Sciurus variegatoides) ده. په سکیوریوس نسل کې د ونې د نولیانو یو ډول ده. په مکسیکو، پاناما او نیکارګوا کې پیدا کیږي. تر اوسه یې ۱۵ فرعي ډولونه پېژندل شوي. په جرمني کې د کورني ژوي په توګه ساتل کېدل خو انسانانو ته د (bornavirus) ویروس انتقالونکی ده او درې کسان یې په دې وېروس وژلي. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۱۰ انچه او د لکۍ اوږدوالی هم له تنې سره برابر وي. وزن یې تر ۵۰۰ ګرامه پورې رسیږي. فرعي ډولونه یې له یو بل سر په رنګ او فزیکي جوړښت کې توپیر لري.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
فرعي ډله | سکیورومورفا |
کورنۍ | سکیوریډای |
فرعي کورنۍ | سکیورینای |
قوم | سکیوریني |
نسل | سکیوریوس |