Vincent Ziani de Ferranti

د ۱۸۹۳ کال، د فېبرورۍ میاشتې په ۱۶ نېټه، زېږېدلی او د ۱۹۸۰ کال، د مې میاشت په ۲۰ نېټه مړ شوی. د (Dr Sebastian Ziani de Ferranti) دوېم زوی وو او له ۱۹۳۰ تر ۱۹۶۳ پورې د فېرانټي شرکت ریس وو. په خپل وخت کې د برېښنایي انجنیري او د الوتکو د برېښنایي سیستم د صنعت رهبر ګڼل کېده چا چې د فېرانټي شرکت په څو میلیوني پروژو کې ګډ کړ.
 
زده کړې یې په رېپټون ښوونځي کې کړې وې. دوه کاله یې په (Yarrow shipyards in Scotstoun) کې روزنه لیدلې وه. په لمړۍ نړیواله جګړه کې یې هم برخه اخیستې او له (Royal Engineers) سره یې دنده لرله. په پوځ کې یې رتبه دوېم بریدمن ته لوړه شوه او پوځي صلیب (Military Cross) ورکړل شو. ورور یې په لمړۍ نړیواله جګړه کې مړ شو.
 
د ورو له مرګه وروسته د خپل پلار د ملکیت وارث شو. کله چې له جګړې راوګرځېد نود فېرانټي د ټرانسفرمر په څانګه کې د مدیر په توګه په ۱۹۲۱ کې دنده پیل کړه. د خپلې دندې پر مهال یې (patented surge absorbers) تولید کړ کوم چې ټرانسفرمر د ورښت پر مهال له برېښنا څخه ژغورنه کې مرسته کوي او په دې چارې سره یې فېرانټي شرکت ته د صادرولو لپاره د لوړ ولټیج ټرانسفرمر د تولید وړتیا ورکړه.
 
په ۱۹۳۰ کې یې پلار مړ شو او خپله د شرکت ریس شو. په ۱۹۳۳ کال کې د تلویزیون سوداګریز مارکیټ تود وو او ده پرېکړه وکړه چې یو کس د دې چارې د څېړنو لپاره وګماري. په ۱۹۳۵ کې یې خپل شرکت پراخ کړ خو په ورته وخت کې دوېمه نړیواله جګړه رانږدې شوه او د شرکت ریس پرېکړه وکړه چې له راډیو او تلویزیون خپل پام دولتي چارو ته واړوي، رادار او د الوتکو برېښنایي سیستم تولید کړي. په ۱۹۴۸ کې د اتل لقب ورکړل شو ځکه چې شرکت یې په جګړه کې لویه ونډه اخیستې وه.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons