رضا کاري یا داوطلبي

داوطلبي یا رضا کاري د انسان د اروا مبنا ګڼل کیږي. له میلیونونو کالو راهیسې انسانان سره ډله یا ګروپ شوي تر څو د ګډې موخې لپاره چارې په ګډه ترسره کړي. له ډېره پخوا د انسان د بقا لامل هم همکاري او داوطلبي یا رضا کاري ممکنه کړې. که چېرې همکاري او داو طلبي نه وای نو انسانان ممکن ډېر مخکې له منځه تللي وای. مونږ په ژوندیو موجوداتو کې نه تر ټولو غټ یو او نه هم ځواکمن یو نو که چېرې مونږ داوطلبي او له یو بل سره همکاري نلرلای نو مونږ به اوس په څه حال کې وای ؟
 
څرنګه خپله اداره کې داوطلب یا رضاکاره مدیران شو؟ د همدې چارې لپاره تر ټولو لمړی باید ځان وپېژنو او په دوېم ګام کې خپل چاپېریال کې نور وپېژنو. د ځان او نورو پېژندنې لپاره تر ټولو اړین همکاري او رضا کاري ده. داو طلب خلک کولای شي له تقاوت وروسته هم په یو بل مسلک کې ځان بوخت کړي او نوي ملګري پیدا کړي، په دندو د بوختو کسانو سره مرسته کولای شي چې تر اوسني لوړ مقام ترلاسه کړي، تاسې ته خپله دنده کې هغه تجربه درکولای شي چې له همکارۍ پرته یې لرل نا ممکن دي.
 
مونږ په داسې عصر کې ژوند کوو چې فکر کولو ته ډېره اړتیا لرو همداسې زیات مسولیتونه او چارې لرو همدا چاره مونږ د راتلونکې په اړه اندېښمن کوي او تېر وخت کې مو نښلوي او دواړه مو له حال کې اوسېدو باسي مګر همکاري او داوطلبي انسان کې سټرس او ذهني فشار کموي او انسان د راتلونکې په اړه له اندېښنو کولو او په تېر وخت کې له اوسېدو ژغوري او په حال کې یې فعالیت ته اړ باسي. که چېرې تاسې په یوه ګروپ یا ډله کې کار کوی او تاسې د ډلې د خلکو خوښ او ورته د منلو وړ یاست نو تاسې ښه او د خوښۍ احساس کوئ او همدا چاره هم په همکارۍ او داوطلبي ممکنه کیږي.
 
لکه څرنګه چې د خوړو لپاره کار کوو، د استوګنځای لرلو لپاره کار کوو همداسې همکاري هم زمونږ د روغتیا اړتیاوې پوره کوي، همداسې تجربه او مقام تر لاسه کولو کې مو مرسته کوي. د داوطلبي بله ګټه د خلکو له مختلفو کلتورونو سره اشنا کېدنه ده او د مختلفو عمرونو له خلکو سره ملګرتیا جوړېدنه ده.
 
که تاسې د داوطلبي پرېکړه کړې وي نو :
لمړی په خپله اداره کې د داوطلبي لپاره خپل ځای ومومئ. له ځای موندلو وروسته د خپل ځان ارزونه وکړئ، له ارزونې وروسته خپل دلایل پیدا کړئ او خپل دلایل وازمویئ، په داوطلبي کې خپلو ارزښتونو، ګټو او وړتیاو ته کتنه وکړئ او بیا دا ټول د پلان په څېر طرحه کړئ.
 
د ځان ارزونه: ته ولې دلته په اداره کې یې ؟
لمړی چارټ مو د لاندې په څېر جوړ کړئ
۱ – د ځان ارزونه؛
۲ – د کړنو لپاره انګیزه
۳ – ارزښتونه
۴ – ستا او د ټول ټیم ګټې
۵ – ستاسې وړتیاوې
۶ – بنسټیز پلان
۷ – موخه
 
د ځان ارزونې لپاره له ځانه پوښتنه وکړئ چې څه کوئ ولې یې کوئ او ته د مسلک او وړتیاو له مخې څوک یې ؟ دا پوښتنې کولای شي تاسې سره د داوطلبي په رول او ځای پیدا کولو کې مرسته وکړي. دا هم پام کې ولرئ چې هیڅوک په هر څه نه پوهیږي او له پیل وروسته د لارې په اوږدو کې په هر څه بلدیږي او هر څه زده کوي.
 
انګیزه
څه لامل کیږي چې خلک داوطلب شي ؟ ادارې خلک داوطلبي ته څرنګه هڅوي؟ په همدې دوه سوالونو څېړونکو له څو لسیزو راهیسې کار کړی تر څو دواړو سوالونو ته ځواب ومومي. د داوطلبي لمړی ګام د خپل ځان له خدمت کولو پیل کیږي که چېرې مونږ د ځان او د نورو په اړه مثبت فکر ولرو نو هرو مرو مو د یو بل خدمت کولو ته اړ باسي او همدا چاره زمونږ او د ټولو حال او راتلونکې کې ښه والی رامنځته کوي.
 
دوېم ګام کې :
۱ – د داوطلبي لپاره خپله انګېزه مالومه کړئ
۲ – خپلې حال کې لرونکې وړتیاوې وپېژنئ، کومې وړتیاوې چې تاسې لرل غواړئ او یا هم وړتیا لرئ خو ښه والی پکې راوستل غواړئ په نښه کړئ
۳ – د خپلو کړنو لپاره مناسبه اداره وټاکئ چېرې چې تاسې خپل فکر پلي کولای شئ
۴ – د خپلې همکارۍ په اړه لنډ پلان جوړ کړئ
۵ – پیل وکړئ او د وخت له تېرېدو سره به تاسې ډېر څه زده کړئ
 
داوطلبي او انګېزه دواړه سره تړلې چارې دي. که چېرې انسان ته یو څه په زړه پورې نه وي او علاقه پکې ونلري نو هېڅکه پکې داوطلب کېدای نشي، همداسې که چېرې یې داوطلبه چاره ارزښت نه وي نو خپل وخت او انرژي به پکې ضایع نکړي. یوه بېلګه د داسې ادارو ده چې له انسانانو سره د روغتیا او خوړو مرسته کوي د دې ادارو خلک جنګ ځپلو سیمو او یا هم داسې سیمو ته ځي چې جګړه پکې روانه وي. که چېرې د دوي ارزښت انساني کړنه نه وي هېڅکله به ځان خطر کې وانچوي.
 
څرنګه ځان کې انګېزه پیدا کړو ؟
لمړی خپل ارزښت مطالعه کړئ. د ارزښت تر خپلولو او ترې خپل اخلاق جوړولو مخکې ارزښت مطالعه کړئ او خپل ارزښت وپېژنئ. د خپلو ارزښتونو لټولو لپاره خپلو انساني فطري ځانګړنو او خپلو کړنو ته کتنه وکړئ. که چېرې دا چاره ونکړئ نو په داوطلبانه ټیم کې به ستاسې لپاره ځای نه وي او د خپلو داوطلبانه کړنو لپاره به ځای هم نشی موندلای.
 
په دوېم ګام کې د خپلو پورته یادو شوو لپاره داسې اداره پیدا کړئ چې ستاسې له کړنو ګټه اخیستلای شي او یا هم تاسې ته زده کړه درکولای شي، خپلې وړتیاوې پکې عملي کولای شئ.
 
په درېم ګام کې هغه خلک پیدا کړئ چې تاسې ورسره اړیکه لرل غواړئ. په داسې ځای کې، له داسې خلکو سره او یا داسې فعالیت کې ونډه مه اخلئ چې تاسې یې نغواړئ کنه د ګټې پر ځای به مو ستړي کړي.
 
که چېرې تاسې داوطلبانه چارې د راتلونکې دندې لپاره کوی نو داسې اداره پیدا کړئ چې خپلو وړتیاو کې زیاتوالی او ښه والی راوستلای شئ. کوم خلک چې تقاوت شوي دوي پکې استثنا دي او د ځان بوخت ساتلو لپاره په هر ډول ادارو کې داوطلب کېدای شي. داوطلبانه چارې مو ځان ته احترام کې زیاتوالی راولي فکري وده کې مرسته کولای شي.
 
پورته ټولې یادې شوې خبرې له انګېزې او مدیریت سره تړاو لري. د مدیر دنده دا وي چې په دې پوه شي چې خپله او نور څه چې کوي ولې یې کوي. د دې ټولو لپاره خپله موخه ساده وساتئ او د خپلې موخې په څېړنو ځان مه وژنئ او همدومره ساده بسنه کوي چې څه کوئ ولې یې کوئ ؟
 
ارزښتونه
تاسې مخکې له مخکې لسګونه ارزښتونه لرئ او همدا ارزښتونه مو تعریف کوي چې تاسې څوک یاستی، په څه باور لری، څرنګه عمل کوی او یو څه ته څرنګه عکس العمل ښیی. که چېرې تاسې دا ارزښتونه ولیکئ له خپل ځان سره مو زیات اشنا کوي. د دې ترڅنګ د خپلو کړنو لپاره مو په ادارې موندلو او په اداره کې د خپل ځان لپاره د ځای موندلو کې مرسته کوي.
 
وړتیاوې
وړتیا هغه لیاقت ته وایي چې مونږ یې لرو او څه کې چې علاقه لرو هغه وړتیاوې دي چې مونږ یې راتلونکې کې لرل غواړو او بیا یې وروسته کارونه غواړو. مونږ ډېر وخت نوي څه زده کول غواړو او له همدې امله نوو کړنو کې بوختیږو. که چېرې د نوو زده کړو او تجربو لرلو په اړه فکر وکړو نو دا مو هم د انګېزې پیدا کېدو کې مرسته کوي. دا فکر مو له زهنه لرې کړئ چې یوې ادارې ته تاسې باید هغه وخت رجوع وکړئ کله چې په یو څه پوهیږی بلکې هغه وخت کې هم رجوع کولای شی چې په څه پوهېدل غواړی او یا څه زده کول غواړئ.
 
بنسټیز پلان جوړونه
مونږ ټول یو څه نا څه چېرې نه چېرې پیل کوو. د پیل نه وروسته پلان ممکن دومره ساده وي لکه څو غوټې خلاصول او یا ممکن دومره پېچلی وي لکه د طرحې وړاندیز چمتو کول. کله هم چې یو پلان جوړ کړو هرو مرو یې په یوه کتابچه کې لیکو او د هرې کرښې لاندې نوټ لیکو. خپل پلان مو تل ساده ولیکئ.
 
پلان مو داسې جوړ کړئ :
۱ – د پلان تعریف (زه به څه کوم څرنګه به یې کوم؟)
۲ – موخه (دا هر څه ولې کوم موخه مې د کړنو څه ده؟)
۳ – عملي ګامونه (له کومه ځایه څرنګه پیل وکړم؟ )
۴ – مهال وېش ( پیل یې کله دی او موخې ته به کله رسیږم ؟)
۵ – په کار کې به مو مدیر او همکاران څوک وي
۷ – چاره به کله پای ته رسېدلې وي او پایله به یې څه وي ؟
 
موخه
موخه د انسان له ډېر څه سره تړاو لري لکه له نفس سره، ستاسې له خوښو او هیلو سره. مونږ ټول لټون کوو او په لټون باندې خپل ژوند ته مانا ورکوو. ژوند ته د سمې مانا ورکولو لپاره باید خپلې موخې وپېژنو.
 
د موخې ټاکلو لپاره :
۱ – لمړی هغه څه وپېژنئ چې تاسې کې انګېزه پیدا کوي
۲ – خپل ارزښتونه مطالعه کړئ
۳ – خپل ځان او نور وپېژنئ
۴ – د خپلې موخې لپاره له مناسبو خلکو سره اړیکې جوړې کړئ
۵ – په څه کې چې بوخت کېدل غواړئ په همدې کې د مقام ترلاسه کولو لپاره پلان ولرئ
 
د ځای موندنه
څرنګه باید په دې وپوهېږو او ځان مطمن کړو چې کومې وړتیاوې، زده کړې او تجربې لرو په هغې اداره کې چې مونږ خوښه کړې د پلي کېدو وړ دي؟ د دې لپاره باید له ځانه پوښتنه وکړو چې کوم رول کې مونږ تطابق کولای شو او کوم ډول چارې سمې ترسره کولای شو او خوښ کړې اداره مو همدا رول لپاره د کس اړتیا لري کنه ؟
 
دا خبر په یاد کې ولرئ چې ټول هغه کسان چې خطر ته غاړه ږدي او بریا ترلاسه کوي په یو نه یو ځای کې له ماتې سره مخ کیږي خو د شخصیت ځانګړنې یې دوي بیا هڅوي چې بېرته په پښو ودریږي او مخکې تګ وکړي او کوم خلک چې له خطره تېښته کوي همدا له خطره تېښته یې له بریا تېښته ده. کوم خلک چې وېره نلري دوي فکر کوي چې نړۍ کې ستونزه ده او د همدې ستونزې د حل لپاره بې وېرې او بې تېښتې پیل کوي. خو په ورته وخت کې ځینې خلک چې په خپلو چارو کې له ماتې او خطر تېښته کوي د چارې تر بشپړېدو پورې پوره هلې ځلې هم کوي تر څو ځان مطمن کړي چې موخې ته پرته له ماتې رسېدلي یو. ځینې خلک ښه پلان لري خو په خپل پلان عمل نشي کولای، ځینې خلک ټوله پروژه په خپل ذهن کې ویني خو د موخې په لور نور نشي هدایت کولای. کوم خلک چې طرحه جوړوي، پلان جوړوي، د فعالیت او موخو لپاره مهالوېش ټاکي باید لرلید هم ولري.
 
اوس باید په دې پوه شو چې داوطلب څوک دی ؟ داو طلب هغه کس دې چې خپل وخت او هڅې نورو ته د مرستې په توګه ورکوي لکه یو لاروی چې له چا سره مالي مرسته کوي همداسې په اداره کې بل ته خپل وخت او هڅې ورکول تر څو ټیم په ګډه خپلې چارې په سمه توګه ترسره کړي.
 
داوطلبي ته ادامه ورکول
ډېر خلک فکر کوي چې انګېزه هېڅکله نه ختمیږي خو دا ناسمه خبر ده انسان باید هره ورځ خپل ځان کې انګېزه تولید کړي تر څو د ورځې چارې په سمه توګه ترسره کړي. د دې لپاره چې د داوطلبي لپاره انګېزه ولری نو لمړی دا زده کړئ چې تاسې د ټولو یوه برخه یاستئ، له یو بل سره مهربانه اوسېدل زده کړئ، د یو بل ملاتړ زده کړئ. که چېرې ټول ټیم داو طلبانه کار وکړي نو وخت کې به خلک یوازې بوخت نه وي بلکې په اغیزمنه توګه پرته له ستړیا او ذهني فشاره چارې ترسره شوې وي.
 
د سالمې ادارې لپاره داسې مشر ته اړتیا ده چې د مدیریت ښه وړتیا لري او داوطلب وي تر څو کاري چاپېریال محفوظ او بریالی وساتي. همداسې کار کوونکي هم باید د خپل مدیر ملاتړي واوسي او د مدیر لارښوونه په داو طلبي وکړي تر څو چارې او پرېکړې سمې واوسي او د دې لپاره باید ټول په ورته وخت کې افسران او سرتیري شي تر څو مختګ ممکن شي. هر څوک ګمان کوي چې رهبر او سرتیری دی خو دا ناسمه ده، ریښتوني رهبران او سرتیري کوم چې بدلون راولي ډېر کم دي.
 
مشرلر لید لرونکي، نوښتګر، هڅونکي او بدلون خپرونکي ته وایي. یو مشر لوری ټاکي او خلک په همدې لور تګ ته هڅوي. دا خبر یاد کې ولرئ چې مشري په مقام پورې نده تړلې بلکې د ادارې په هر ځای کې هر څوک لارښوونه کولای شي.
 
مدیریت هغه وړتیا ده چې بل په یوه داسې لاره هدایت کړي چې مخکې له مخکې ټاکل شوې وي، په دې ټاکل شوې لار کې کړنې او فعالیتونه کنټرول کړي او موخې ته ټول ټیم په ګډه ورسوي. یو مدیر د موخو ترلاسه کولو لپاره سرچینې هدایت کوي. د مدیر دنده د خپل ځان او نورو مدیریت وي. دواړه مشر یا لیډر او مدیر باید داوطلب واوسي تر څو موخې ته ورسیږي.
 
ځان څرنګه وپېژنو ؟
۱ – ځان پېژندنه په دې پوهېدو ته وایي چې زه په څه نه پوهېږم ؟
۲ – څه نشم کولای ؟
۳ – څه کولای شم او څه تر ټولو نورو کړنو سم او ښه کولای شم؟
۴ – په څه کې له همکارانو سره همکاري کولای شم ؟
 
که چېرې تاسې په دې پوه شی چې په څه نه پوهېږم نو په دې پوهېږی چې ټیم کې چا ته اړتیا ده چې هغه څه ترسره کړي په کوم څه چې زه نه پوهېږم او که په دې پوه شی چې څه کولای شی په یوه چاره کې کومه چې د یوه کس وي څو کسان بوخت نه یاستی. د بریا لپاره تر ټولو اړینه داده چې په دې پوه شو چې مونږ څوک او څه یو او څوک او څه نه یو. که چېرې په دې وپوهېږو نو یو اغیزمن او بشپړ ټیم جوړولای شو. دا خبره یاد کې وساتئ چې هیڅوک په هر څه نه پوهیږي او په هر څه پوهېدو ته اړتیا هم نشته
 
له ټیم سره کار
که ستاسې د بریاو او ماتو شریکولو لپاره ټیم نه وای نو ژوند به یوه لویه ستونزه او یوازېتوب وای. که چېرې یوې اداره کې هر څومره زیات کسان کار وکړي خو کار یې د ټیم په څېر نه وي د ادارې اړتیاوې نشي پوره کولای. مونږ له ټیم سره موخه ټاکو، پر موخې کار کوو له بل سره همکاري کوو، په ګډه د ماتې مخنیوی کوو او په ګډه د بریا لمانځنې کوو او ټولې چارې پرته له ټیم څخه ممکنې ندي. که چېرې په دې پوه نشو چې ټیم خپله کې څرنګه ګډ کار کوي نو د موخې په لور کړنې به نا ممکنې وي. د ټیم لپاره تر ټولو په لمړي ګام کې حیاتي داوطلبي ده.
 
څرنګه ښه ټیم جوړولای شو ؟
۱ – د کار پلان لرل
۲ – په موثره توګه خبرې اترې
۳ – د ټیم لپاره روښانه یا واضح موخه ټاکل
۴ – د خپل ځان او نورو هڅول
۵ – پرېکړې کول او لمړیتوبونه ټاکل
۶ – د خپل ټیم د وړتیاو سیټ ارزول
۷ – د بریا لپاره لر لید جوړول
۸ – د بېلګو په ذریعه هدایت کول
۹ – داسې نیوکې وکړئ چې د پرمختګ او د بل د تجربې او وړتیا لامل شي
۱۰ – د ټیم خیال ساتنه
۱۱ – د نورو د بریا لپاره اسانتیاوې رامنځته کول
۱۲ – خپله کې خوښ ساعتیری وخت ولرئ
 
کله چې ټیم ولرئ په دې ټیم کې ځواکمن د ټیم ذهنیت لرلو ته کار وکړئ. ټول د ټیم غړي باید په دې پوه شي چې څه باید وکړي او هر بل کس به چېرې څه کوي. د ټیم موخه باید واضح وي. په پیل کې باید ترتیب ته کار وشي پای یې په لمانځنې وي. خبرې اترې مو باید په ټیلیفون، ایمیل، ملاقاتونو، اسنادو کې موثرې او روښانه وي. ټیم مو وهڅوئ چې خپله کې له همکارانو سره واضح او موثرې خبرې وکړي ځکه چې هېڅ انسان د بل مغز ته نشي داخلیدای او د بل له مغز څخه خبرېدل په سمو مناسبو خبرو کیږي. د ټیم موخه باید روښانه یا واضحه وي په دې مانا چې له ټیم څخه د یو څه توقع ولری او که چېرې په لیکلې بڼه ټولو ته ورکړل شي ښه به وي. ځان او نور وهڅوئ خو په هڅونې اونګېزې د لاسته راوړنو تکیه مه کوئ. د پرېکړو کولو او لمړیتوبو ټاکلو لپاره له خپل ټیم څخه نیوکې او وړاندیزونه واورئ. د خپل ټیم د وړتیاو په اړه ځان پوه کړئ تر څو د اړتیا کمی پوره کړای شی. د بریا لرلید جوړ کړی په دې مانا چې په خپل ټیم باور ولرئ، خنډونه لرې کړئ، موخې ته رسېدو کې مو بریا احساس کړئ. که چېرې نیوکه کوئ په نیوکه کې د بل له توهین کلکه ډډه وکړئ. د خپل ټیم په اړه ځان پوه کړئ تر څو خبرې ورسره وکړای شی، غوږ ورته کېښودای شی او ستاینه یې وکړای شی. د نورو په مخ کې یې ستاینه وکړئ او کله چې یوازې وی نو نیوکه او وړاندیز وکړئ. یوه خبر هېره نکړئ د بل د بریا مخه ونه نیسئ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons