Wenxian knobby newt – وېنکسین موړې لرونکی تریتون
وېنکسین د چین په هېنان ولایت کې سیمه ده. یادې سیمه ته د وېن نوم هم اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton wenxianensis) دی. د ملا رنګ یې تور او د ګېډې رنګ یې تور رنګه نسواري وي. د ګوتو سرونه او د لکۍ لاندې برخه یې نارنجي رنګ لري. د وېن په ځنګلونو کې پیدا کیږي. د مثل د تولید لپاره ډنډونو ته ځي. خپلې هګۍ په وچه کې یا د وچې او اوبو ترمنځ اچوي. لاروای بچیان یې په اوبو کې وده کوي. د ځنګل وهنې او فارمونو له امله یې د ژوند چاپېریال له ګواښ سره مخ دی او یادې چارې یې د ډول د غړو شمېر کم کړی.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | تیلوتوتریتون |