West African slender-snouted crocodile – د لوېدیځې افریقا د نري پوز تمساح

د نري پوز تمساح (slender-snouted crocodile) نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي یا علمي نوم یې (Mecistops cataphractus) دی. د افریقا د تمساح له پنځه ډولونو یو دی. نسل یې ډېر کم پاتې دی او غړي یې د ورکېدو له خطر سره مخ دي. مخکې ګمان کېده چې د افریقا له لوېدیځ تر مرکزي افریقا پورې پیدا کیږي خو وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د مرکزي افریقا د نري پوز تمساح جلا ډول وګڼل شو.

اوږد نری پوز لري، په اوبو کې بې شمزي او کبان ښکار کوي. لکه د نورو تمساح ګانو په څېر که چېرې لوی ښکار ورته پیدا شي هم برید پرې کوي. د بدن اوږدوالی یې تر دوه نیم متره پورې او وزن یې تر ۹۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په داسې اوبو کې ژوند کول خوښوي چې ګڼ واښه لري. په بېنېن، د سینېګال سوېل، ګامبیا، غانا، ګیني، لایبیریا، د مالي په سوېل کې، نایجریا او ټوګو کې پیدا کیږي.

ساینسي ډلبندي
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس په سینه څښېدونکي
ډله کروکوډیلیا
کورنۍ کروکوډیلیډای
نسل میسي سټاپس

Share
Hide Buttons