Western culture – د لوېدیځ کلتور
د لوېدیځ کلتور ته په انګرېزۍ کې د لوېدیځ تمدن (Western civilization)، د لوېدیځ کلتور (Occidental culture) او د لوېدیځ ټولنه (Western society) نومونه هم اخلي. د لوېدیځ کلتور د لوېدیځې نړۍ د ټکنالوجي، ټولنیزو نورمونو، اخلاقي ارزښتونه، دودونو د باورونو سیستم او د سیاسي سیستم میراث دی. د لوېدیځ کلتور اصطلاح یوازې د اروپا کلتور ته نه کاریږي بلکې ټولو هغو هیوادونو او سیمو ته کاریږي چې اروپایان په لویه کچه ورکډوال شوي، مستعمرې یې ترې جوړې کړې وي او یا یې د نفوذ لاندې وي د بېلګې په توګه د امریکا په هیوادونو کې او د سوېل سمندر په ټاپوګانو یا اقیانوسیه کې د لوېدیځ کلتور موجود دی. د لوېدیځ کلتور له عیسویت، جرمني کلتور او د یونان او روم له کلتور جوړ شوی او نفوذ یې پکې کړی.
کله چې د یونان کلتور د ختیځتې مدیترانې هلنسټي یا هلنسټیک نړۍ ته خپور شو نو د لوېدیځې اسیا او یونان کلتورونو ترکیب یې رامنځته کړ. د کلتور دې ترکیب کې ګډ ادبیات، انجنیري او ساینسونه هم شامل دي د یونان انجیل کوم ته چې انګرېزۍ کې (Greek New Testament) نوم هم اخلي د عیسویت دوېمه لویه څانګه ګڼل کیږي د خلکو د باورونو سیستم جوړ کړی وو. له یونانیانو وروسته سیمه روم په خپل کلتور وپوښله او پایله یې د قانون په جوړونه کې، د حکومت د سیستم په جوړونه کې انجنیري او سیاسي ټولنو په جوړونه کې د روم ګډون وو.
د لوېدیځ کلتور د ادبي، قانوني، هنري او فلسفي موضوع ګانو مېزبان دی. تقریبا له ۴ پېړۍ عیسویت په ځانګړې توګه د روم کتولیک کلیسا او وروسته د عیسویت پروټېسټانټېزم د لوېدیځ تمدن ته شکل ورکولو کې ځانګړی رول لرلای. همداسې یهودیت هم د لوېدیځ کلتور په پیاوړي کولو کې خپله ونډه اخیستې. اسلام او اسلامي ټولنو یې اصلاحاتو کې ونډه اخیستې.
د لوېدیځ کلتور په پخواني یونان کې پیل شوی، په منځنیو پېړیو او رنسانس دوره کې یې ادامه لرلې په دې ټوله موده کې یې مانا د ژوند په ډېرو برخو کې د عقل فلسفه وه او د هلنسټي فلسفې، سکولاسټېسیزم، هیو منیزم، اېمپارېسیزم وده ورکړې او دا ټول د دې لامل شو چې ساینسي طریقې، ساینسي انقلاب او د روڼ اندۍ دور رامنځته کړي.
کله چې اروپا ته عیسویت راغی او اروپایي ټولنې عیسویت ته مخه کړه په دې وخت کې هم د لویدیځ کلتور د ودې په حال کې وو. د کلتور اصلاحاتو یا ریفارم ته د منځنیو پېړیو رنسانس، د اسلامي نړۍ نفوذ د الاندالوس له لارې او د سیسیلي پاچایي له لارې لار هواره شوه. له دې پرته له ختیځ څخه لویدیځ ته د ټکنالوجي راتګ، له عربي څخه لاتیني ته د ساینس او فلسفې ژباړو هم په اصلاحاتو کې خپله ونډه اخیستې. له دې وروسته چې کله مسلمانانو اوسنی استانبول په هغه وخت کې کانستانتینوپل ونیوه نو د روم د رنسانس هغه یوناني محققین چې په بیزانتین امپراتورۍ کې اوسېدل له مسلمانانو یې د لوېدیځ لور ته تېښته وکړه او له ځان سره یې کلاسیک دودونه او فلسفه هم انتقال کړل.
د منځنیو پېړیو عیسویت هڅه وکړه چې پوهنتون رامنځته کړي، د روغتون لپاره سیستم جوړ کړي اقتصاد په ساینس بدل کړي. همداسې یې طبیعي قانون جوړ کړ له کوم چې وروسته نړیوال قانون جوړ شو. دوېم ګام کې عیسویانو بې دینه خلکو کې د قرباني په نوم انسان حلالول پای ته ورسول لکه د مکسیکو په ازتیک امپراتورۍ کې، په خپلو عیسویانو او بې دینو کې یې د غلامانو ساتلو دود ضد مبارزه پیل کړه. د بچیانو قرباني کول یې بند کړل، په ټولنو کې یې د سړیانو په یوه وخت کې له ډېرو ښځو سره په نکاح کولو بندیز ولګوه.
د اروپا کلتور ځینې فلسفې هم رامنځته کړي لکه سکولاسټېسیزم یا د منځنیو پېړیو د باورونو د تدریس سیستم، تصوف یا مایسټېسیزم او سیکولر هیومانیزم. په دې ټوله موده کې منطق او منطقي فکر ادامه لرله او پایله یې د ساینس رامنځته کېدل شو. د ساینس رامنځته کېدل د سیاسي پلورالیزم، انډیوېجوالیزم، فرعي کلتور، نیم توپیر لرونکی کلتور، سینکریټېزم، انساني کډوالي او نړیوالتوب ته لار هواره کړه.
Comments
So empty here ... leave a comment!