Wireless engineering – د بې سیمه انجنیري
د انجنیري څانګه ده. د بې سیمه مخابراتي سیستمونو او ټکنالوجي کارونه، څېړنه او طرحه کوي. د انجنیري داسې مضمون دی کوم چې د بې سیمه ټکنالوجي په کارونه لکه مخابراتی راډیو او رادار باندې د انجنیري ستونزې هواروي. ممکن نور تخنیکونه لکه انفرارېډ، اکوستیک او اپتیکي ټکنالوجي هم پکې راونغاړي. کله چې په ۱۹۳۵ کې اېف اېم راډیو جوړه شوه نو دې رشتې ته د خصوصي او دولتي سکتورونو پام واوښت.
په لمړي ځل په متحده ایالتونو کې د (Auburn University) پوهنتون او په استرالیا کې (Macquarie University) پوهنتون د دې رشتې لپاره فورمول شوې ډګري باندې کار وکړ. په ۲۰۰۱ کې د متحده ایالتونو (Auburn University) پوهنتون دا رشته په دوه څانګو ووېشله یوه څانګه یې برېښنایي انجنیري کوم چې د سرکټونو له طرحې، د ډېجېټلي سګنالونو له بهیر او د انتنونو له طرحې سره تړاو لري دوېمه څانګه یې (software-oriented wireless engineering) ده او له مخابراتي شبکې، د مبایل د اپلېکېشنونو له پلټفارم او دسیستمونو له سافټوېر سره کار لري. دا رشته له ډېرو څانګو سره کار کوي خو ځانګړی چارې یې په (cellular networks) دي.
