Wolf – لیوه
د لیوه نوم دوه ډولونو ته کاریږي چې یو خړ لیوه (gray wolf) ده او بل د ایتوپیا لیوه (The Ethiopian or Abyssinian wolf) ده. په نړۍ کې تړ ټولو زېات پېژندل شوي لیوان خړ لیوان دي چې خړ، سور یا تور رنګ لري. د شمالي قطب خړ لیوان یې بیا روښانه سپین ته ورته رنګ لري. د ایتوپیا لیوانو ته ترډېر نږدې وخته پورې د سور لنډي یا شغال (jackal) فکر کېده خو اوسمهال له مطالعې وروسته لیوان ګڼل شوي. د بدن کچه یې ډېر وړه ده .
د لیوانو دواړه ډولونه د سپي له کانیدای کورنۍ (Canidae) سره تړاو لري. د ایتوپیا ډول یې د ایتوپیا په لوړو سیمو کې ژوند کوي.
لیوان نور ډولونه هم لري لکه سور لیوه چې یو وخت د لیوه جلا ډول ګڼل کېده خو له مالیکولي مطالعې وروسته دا څرګنده شوه چې د کو یوټ (coyote) او خړ لیوه دو رګه (hybrid) نسل ده. په انګریزۍ کې سور لیوه ته (prairie, brush, or little wolf) نومونه هم اخلي. ځینې کارپوهان یې اوس هم یو جلا نسل ګڼي خو ځینې یې (Canis lupus rufus) د خړ لیوه فرعي نسل ګڼي.
Comments
So empty here ... leave a comment!