Wombat – ومبټ
په ځمکه د ژوند کوونکو مارسوپیل درې ډوله دي، تی لرونکي دي، په استرالیا کې ژوند کوي. د وامبت ایدای کورنۍ (family Vombatidae) غړي دي. دروند څورب او ځواکمن بدن لري، لنډ غوږونه، وړې سترګې لري او په ځمکه کې غارونه یا سمڅې باسي. د بدن اوږدوالی یې له ۸۰ تر ۱۲۰ سانتي متره (۳۱ تر ۴۷ انچه) پورې ده. ګیاه خوړونکي دي او د شپې لخوا فعال یا ژوند کوي. د بزګرو لخوا د کرنې لپاره افت ګڼل کیږي ځکه چې د فصل په ځمکه کې کندې باسي او په فصل ځان تغذیه کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!