Xeromys – زیرو میس

په زیرومیس نسل کې یوازې یو ډول شامل دی. عام نوم یې (False water rat) دی, د ډول علمي نوم یې (Xeromys myoides) دی. اصلي ځای یې استرالیا او پاپوا ګیني دی. پراخ سر، غټې سترګې، واړه ګرد شوي غوږونه لري. په هره ژامه کې پورته اوښکته دوه د ژرندې غاښونه لري. د ثنایا پورته غاښونه یې زېړ نارنجي او لاندې سپین رنګ لري. د بدن وېښته یې د اوبو ضد دي او تېز خړ رنګ لري. د وېښتو لاندې برخه سپین رنګه وي. څلور واړه پښې یې په سپینو وېښتو پوښل شوي وي.
 
خواړه یې چنګاښونه، د خټو استوانه اي چنګاښ، صدفي کب، حلزون او چونجیان دي. د شپې لخوا خپلو خوړو پسې تګ کوي او د ورځې لخوا خوب کوي. په یوه شپه کې تر درې کیلو متره پورې واټن وهي. د کال په اوږدو کې هر وخت د مثل تولید کولای شي، په یو ځل تر دوه پورې بچیان زېږوي. په یوه ځاله کې تر ۸ پورې د مختلف جنس او عمر غړي ژوند کوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل زیرو میس
Mangrove mouse Sandringham Bay Conservation Park
Mangrove mouse Xeromys myoides Sandringham Bay Conservation Park. Photo by John attkinson

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons