Xian JH-7

جنګ کوونکې – بم غورزونکې الوتکه ده، په (FBC-1, Fighter/Bomber China-1and Flying Leopard) نومونو هم پېژندل کیږي، د ناټو لخوا پرې د (Flounder) نوم ایښودل شوی. دوه ماشینه لرونکې، د دوه پیلوټانو الوتکه ده، اساسي کارونکي یې د چین (People’s Liberation Army Navy and People’s Liberation Army Air Force) خو اصلي قراردادیان (Xi’an Aircraft Industrial Corporation XAC) او (603rd Aircraft Design Institute) دي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې لمړۍ (JH-7s) الوتکه او په ۲۰۰۴ کال کې یې پرمختللی ډول (JH-7A) ډول (PLANAF) ته د ارزونې لپاره ولېږدول شو.
 
جوړونکی شرکت یې (Xian Aircraft Industry Corporation) دی، لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۸۸ کې د ډسمبر په ۱۴ نېټه کړې، په کال ۱۹۹۲ کې نندارې ته وړاندې شوې، د ۱۹۸۸-۲۰۱۷ کلونو تر منځ یې تولید ادامه لرله او تر ۲۰۱۸ کال پورې د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۷۰ وو.
 
د چین (PLAAF) په ۱۹۷۰ لسیزه کې نوې جنګ کوونکې – بم غورزونکې ته اړتیا لرله تر څو د (Harbin H-5 and Nanchang Q-5) الوتکو ځای ونیسي نو له همدې امله یې د چین (Ministry of Aviation Industry) ته درخواست وکړ اوسمهال یې نوم (Aviation Industry Corporation of China) ته بدل شوی. یادې ادارې لمړۍ هڅه وکړه چې له بهرنیو شرکتونو سره د الوتکې د تولید لپاره ګډ پروګرام جوړ کړي خو کله یې چې هڅې بریالۍ نشوې نو په کور د ننه یې د تولید پروګرام ترتیب کړ او بلاخره ترتیب شوي پروګرامه ته په کال ۱۹۸۳ کې د اپریل په ۱۹ نېټه د (Deng Xiaoping) د وخت د رهبر لخوا د فعالیت اجازه ورکړل شوه. پروګرام کې د تازه وارد شوي انګلیسي ماشین (Rolls-Royce Spey) کارونه هم یاده شوې وه.
Xian JH-7A at Shagol
Xian JH-7A at Shagol By Dmitriy Pichugin
JH-7
د چین (PLANAF) ځواک خپلو پخوانیو الوتکو ته د ورته الوتکو اړتیا لرله او ترتیب شوي پروګرام د اړتیا پوره کولو لپاره د یوې الوتکې مختلف ډولونه نظر کې نیولي وو. په کال ۱۹۸۸ کې ۶ لمړنۍ الوتکې، او د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې یو ځل ۱۶ او بیا ۱۸ الوتکې د ارزونې لپاره ورته ولېږل شوې. په لمړنیو الوتکو کې له انګلستان څخه وارد شوي (Rolls-Royce Spey Mk.202 engines) ماشینونه کارېدلي وو خو وروسته یې د (WS-9) د تولید جواز ترلاسه کړ کومو ماشینونو کې چې د څوګونو فعالیتونو لپاره د رادار (Type 243H multifunction radar) ډول هم نصب کړل شو. یاد رادار په ۱۷۵ کیلو متره واټن کې د بیړیو موندلو او په هوا کې تر ۷۵ کیلو متره پورې الوتکه موندلای شي. جې اېچ الوتکې د بیړیو ضد جنګ کوونکې – بم غورزونکې وې د کومو چې په هوا کې د نورو الوتکو د موندلو وړتیا د عصري الوتکو په پرتله کمزورې وه.
Xian JH-7A
Xian JH-7A By Alert5
JH-7A
کله چې (PLANAF) په راتلونکې کې د هوایي ځواک اړتیاوې وارزولې نو له هوا څخه یې پر ځمکه د دقیق برید وړتیا لپاره اړتیا په ګوته کړه. او د دې اړتیا لپاره یې (JH-7) الوتکو پرمختللی ډول (JH-7A) طرحه کړ. د پرمختللي ډول میکانیکي جوړښت یا تنه، وزرونه او د تنې لاندې برخه کې د نصب کولو لپاره برخه تر پخواني ډول ځواکمنه ده او سپکه ده کومه چې د ۹۰۰۰ کیلو ګرامه وزن انتقالولو وړتیا ورکوي. طرحه کوونکي یې (Tang Changhong 唐长红 and Wu Jieqin 吴介琴) دي. په پخواني ډول کې یې د بیړیو ضد دوه توغندي ځاېدل خو پر مختللي ډول یې د څلورو بیړۍ ضد توغندیو وړتیا لرله. په یادو الوتکو کې د چین (YJ-82) بېړۍ ضد توغندي کارول شوي. په یادو الوتکو کې د چین جوړې شوې د لید خولۍ وکارېدې کوم چې د مالوماتو د رانږدې کولو وړتیا لري په بله مانا پیلوټ سره مرسته کوي چې لرې مالوت داسې وویني لکه چې د سترګو مخې ته وي. د لید لپاره د یادو خولیو طرحه کوونکی ګروپ د (Xi’an Optronics Group) په نامه یادیږي.
 
په یادې الوتکه کې نورې اضافه شوې برخې د غږ جام کوونکی د (Type 960-2 noise jammer) ډول یې په (BM/KJ-8605) بدل کړی، د رادار ارتفاع یا لوړوالي ارزونکی د (Type 265A radar altimeter) ډول یې په (Type 271 radar altimeter) ډول بدل کړی کوم چې د (fly-by-wire flight control system) په ذریعه په بشپړ توګه ډیجیټل شوی، پخواني ډول کې د (Type 232H airborne radar) هوايي رادار نصب وو خو په پرمختللي ډول کې یې (JL-10A pulse Doppler radar) رادار نصب ده کوم چې الوتکې سره د لایز په ذریعه هدایت شوو بمونو غورزولو کې مرسته کوي، د (Kh-31P anti-radiation missiles) توغندیو د توغولو ورتیا ورکوي یاد توغندي د دشمن د رادار سیستم په نښه کوي.
جې اېچ ۷ اې د چین لمړۍ الوتکه وه چې طرحه یې په کاغذ نده شوې او د طرحې لپاره یې (CATIA V5) سافټوېر کارول شوي.
PLAAF Xian JH-7A at Chelyabinsk Shagol Air Base
PLAAF Xian JH-7A at Chelyabinsk Shagol Air Base By Dmitriy Pichugin
JH-7B
نوی او تر ټولو پر مختللی ډول ده. تر اوسه پورې یې چارې دوام لري، د برېښنا سیستم یې په بشپړ توګه عصري شوی. په دې ډول کې (WS-9A engine) ماشین کارېدلی کوم چې تر نورو ځواکمن ده، پر مختللې اسلحه پکې کارېدلې چې په دې کې (YJ-12) هم شامل ده. په هوا کې د تېل اچونې وړتیا هم پکې زیاته شوې، له بیا ځلې تېل اچولو پرته یې د الوتنې د وړتیا کچه تر پخوانیو ډولونه ډېره ښه ده. ګمان کېده چې تولید یې په ۲۰۱۵ کې پېل شي. همداسې وېل کېدل چې ممکن له الوتکې (RCS) لرې شوی وي او د غلا تګ وړتیا پکې اضافه شوی وي خو تازه انځورونه یې په جوړښت کې کوم بدلون نه ښي.
JH-7A fighter bomber - military museum
JH-7A fighter bomber – military museum By Max Smith
عملیاتي مخینه
کله چې د ارزونې لپاره ولېږدول شوې او په کال ۱۹۸۸ کې، په لمړنیو الوتکو لمړۍ الوتنه کېده نو هوایي ډګر د بېرته راګرځېدو پر وخت د (JH-7) الوتکې ماشین لړزه پیدا کړه، په الوتکه کې ناست د چین یو تر ټولو ښه پیلوټ (Huang Bingxin 黄炳新) هڅه وکړه چې د پراشوټ په ذریعه له الوتکې ټوپ کړي خو د ماشین لړزه دومره زیاته وه چې ټولې نښتې برخې یې له نصب شوو برخو وېستلي وو او د الوتکې سیستم کار پریښی وو، په پای کې پیلوټ پرته له کوم خطر وتوانیده چې الوتکه هوایي ډګر ته کوزه کړي.
 
په کال ۱۹۹۱ کې د جون میاشتې په ۸ نېټه له (JH-7) الوتکې ناڅاپه تېلو جریان پیدا کړ، پکې ناست چینایی پیلوټ (Lu Jun 卢军) چا چې په روسیه کې د الوتکو د ازموینې لپاره روزنه لیدلې وه بیړنۍ ناسته وکړه خو له الوتکې تول تېل بهېدلي وو او یوازې ۳۰ لیتره تېل پکې پاتې وو. درې کاله وروسته د (JH-7) لمړنۍ الوتکه د ارزونې پر وخت په هوا کې وېجاړه شوه او پېښه کې (Lu Jun 卢军) مړ شو.
 
په کال ۱۹۹۲ کې د اګسټ په ۱۹ نېټه د یوې (JH-7) الوتکې له لمړني ډول څخه د لکۍ عمودي برخه (rudder) جلا شوه، په دې وخت کې الوتکه له ځمکې تقریبا ۵۰۰۰ متره لوړوالي کې وه. پیلوټ هڅه وکړه چې هوایي ډګر کې بیړنۍ ناسته وکړي، هوایي ډګر ته له رسېدو سره د ناستې پر وخت د څنګ ټایر وچاودېده او پیلوټ د الوتکې د درونې لپاره له بریکونو کار واخیست خو له دوه ناکامو هڅو وروسته یې په پراشوټ کې د غورېدو پرېکړه وکړه.
 
په ۲۰۰۴ کال کې یادې الوتکې پوځي خدمت ته چمتو او وکارول شوې، په ۲۰۰۷ کال کې بهر ولېږدول شوې تر څو په (exercises of the Shanghai Cooperation Organization SCO) کې ګډون وکړي. په ۲۰۱۲ کې یې له روسانو سره سمندري ګډ تمرین ته ولېږلې، په ۲۰۱۳ کې یې بیا له روسانو سره په ګډ ځمکني تمرین کې برخه واخیسته.
 
پیلوټان : دوه او یو د اسلحې کارونکی
د اسلحې وزن : ۹۰۰۰ کیلو ګرامه
اوږدوالی : ۲۲.۳۲ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۲.۸ متره
لوړوالی : ۶.۲۲ متره
بې وسایلو وزن : ۱۴۵۰۰ کیلو ګرامه
زیات نه زیات د ناستې وزن : ۲۸۴۷۵ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Xian WS-9 afterburning turbofans
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۸۰۸ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : که چېرې په هوا کې تېل واچوي نو ۱۷۶۰ کیلو متره اټکل شوې، له تېلو اچولو پرته تر ۹۰۰ کیلو متره د الوتنې وړتیا لري
 
اسلحه :
یوه د دوه میله لرونکې ۲۳ اېم اېم (GSh-23L autocannon) ماشینداره کومه چې ۳۰۰ مرمۍ لري
راکټونه د ۵۷ اېم اېم او ۹۰ اېم اېم نه هدایت کېدونکي راکټونه
 
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
PL-5
PL-8
PL-9
بېړۍ ضد توغندي
Yingji-8K
Yingji-82K
له هوا ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
CM-802A
Kongdi-88[26]
C-705
C-704
رادار ضد توغندي
Yingji-91
LD-10
CM-102
بمونه
په لایزر هدایت کېدونکي بمونه
په لایزر نه هدایت کېدونکي بمونه
GB1
GB5
په سپوږمکۍ یا سټلایټ هدایت کېدونکي بمونه
LS-6
FT-12
GB6
FT-2
FT-3
FT-6
د الوتکې برېښنایي سیستم (Avionics)
JL-10A radar

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons