Xylyl bromide – ګزیلیل برومیډ – زایلو برومایډ
په انګرېزۍ کې یې نور دوه نومونه (methylbenzyl bromide or T-stoff) دي. ټول هغه عضوي ترکیبونه یا مخلوطونه دي چې مالیکولي فورمول یې C6H4(CH3)(CH2Br) وي. له دې مخلوط څخه پخوا د کیمیاوي وسلې په توګه کار اخیستل کېده او د بلوا ضد پولیسو د اوښکو بهونکې وسلې په توګه کاروه. دا ډول ټول مخلوطونه یا ترکیبونه بې رنګه مایع وي خو سوداګریز مخلوط یا ترکیبونه یې زیړ رنګه رنګ لري.
په لمړي ځل د لمړۍ نړیوالې جګرې په لمړیو میاشتو کې د اوښکو بهونکې وسلې په توګه وکارېده، ځینې تاریخ پوهان لیکي چې د ۱۹۱۴ کال په اګسټ کې په لمړي ځل فرانسویانو پر جرمني پوځیانو د وسلې په توګه کارولي، په ورته وخت کې ځینې نور دعوا کوي چې یاد کارېدلي توکي (ethyl bromoacetate) وو کوم چې فرانسویانو له جګړې وړاندې ازمویلي وو.
د ۱۹۱۵ کال په جنورۍ کې د جرمني پوځ د همدې مخلوط ۱۸۰۰۰ مرمۍ په روسانو د (Battle of Bolimów) په جګړه کې وکارولې، هر یوه مرمۍ ۱۵ سانتي متره وه او تر ۳ کیلو پورې یاد کیمیاوي مخلوط پکې ځای شوی وو. د جرمنانو یاد برید په بشپړ توګه ناکام شو او لامل یې سوړ ژمی وو (په سړه هوا کې د یاد مخلوط ذرې په هوا کې په اسانۍ نه خپریږي) همداسې بادونو یاد کیمیاوي توکي بېرته د جرمنانو په لور والوزول. د ۱۹۱۵ کال په مارچ کې ورته برید د بلجیم په (Nieuwpoort) سیمه وشو خو د لمړي برید په څېر ناکام او بې زیانه وو. زایلو برومایډ په ډېره اسانۍ تولیدیږي او له همدې امله جرمنانو په لمړۍ نړیواله جګړه کې پرېمانه وکارول.
