افغانستان له ۱۹۵۸ څخه ۱۴ الوتکې د پیلوټانو د روزنې لپاره پېرلې وې. په روسۍ ژبه یې نوم (Яковлев Як-11) لیکل کیږي، ناټو یې د (Moose) په نامه پېژني، د شوروي اتحاد هوایي ځواک او د شوروي ملګرو د ۱۹۴۷ – ۱۹۶۲ کلونو تر منځ کارولي.
جوړونکي شرکتونه یې (Yakovlev, Let) دي، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۴۵ کال د نومبر په ۱۰ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۴۶ کې پیل شوې، په ۱۹۶۲ کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (Soviet Air Force) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۴۵۶۶ دی.
دافغانستان، البانیا، الجیریا، انګولا، اتریش، بلغاریا، چین، زیکو سلواکیا، لوېدیځې جرمني، مصر، عراق، هنګري، منګولیا، شمالي کوریا، پولنډ، رومانیا، سومالیا، سوریې، وېتنام او د یمن هوایي ځواکونو کارولي.
پیلوټان : یو محصل پیلوټ او یو روزونکی
اوږدوالی : ۸.۲۰ متره
د وزرو پراخوالی : ۹.۴ متره
لوړوالی : ۳.۲۸ متره
د وزرو سطحه : ۱۵.۴۰ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۹۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۴۴۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Shvetsov ASh-21 air-cooled radial piston engine, 521 kW (700 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۶۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۶۰۰ فټه
وسله : په پوز کې یا (12.7 mm UBS) ماشینداره او یا (7.62 mm ShKAS) ماشینداره، تر ۲۰۰ کیلو ګرامه یا ۴۴۰ پونډه بمونه
