Yakovlev Yak-28
په روسۍ ژبه یې نوم (Яковлев Як-28) لیکل کیږي. د ټوربو جیټ ماشین، او وروسته لور تاو شوې وزر لرونکې الوتکې وې. د شوروي اتحاد کارولې. په بنسټیزه توګه تکتیکي بم غورزونکې وې خو د کشف، الکترونیکي جګړې، د بلې الوتکې د مخنیوي او روزنې لپاره هم کارېدلې. ناټو یې په (Brewer, Firebar, and Maestro) نومونو پېژني. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۸ کال د مارچ په ۵ نېټه کړې او په ۱۹۶۰ کې یې کارونه پېل شوې. جوړونکی شرکت یې (Yakovlev) دی. ټولې ۱۱۸۰ الوتکې تولید شوي. د ترکمنستان، یوکراین روسې او شوروي اتحاد هوایي ځواکونو کارولې. په ۱۹۹۲ تقاوت شوي.
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۲۱.۶ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۲.۵ متره
لوړوالی : ۳.۹۵ متره
د وزرو سطحه : ۳۷.۶ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۹۹۷۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۵۰۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۰۰۰۰ کیلو ګرامه
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۸۴۰ کیلو متره تر ۲۵۰۰ کیلو متره پورې یې په یو ځل الوتنه کولای شوه، په وزرو کې یې هر متر مربع کې تر ۵۳۱ کیلو ګرامه پورې وزن انتقالوه
وسلې :
له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکی توغندی
R-98TM infrared
R-98RM semi-active radar homing
د لنډ واټن توغندي
K-13A (AA-2 ‘Atoll’)
پاور پلنټ : دوه ماشینونه یې لرل او هر یو Tumansky R-11 afterburning turbojet engines, 46 kN (10,000 lbf) thrust each dry,