Yucatan squirrel – د یوکاتان ټاپوزمې نولی
د ډول علمي نوم یې (Sciurus yucatanensis) ده. په سکیوریوس نسل کې د ونې د نولي یو ډول ده. په یوکاتان ټاپو او ورسره چار چاپېره سیمو کې پیدا کیږي. په ګواتمالا او مکسیکو کې هم شته دي. د ورځې فعالیت کوونکی دی، خپل ډېر وخت په ونو کې تېروي، په سهار کې ډېر فعال وي خو غرمه کې د لمر پیتاوي ته د څانګو له پاسه کیني. د څانګو ترمنځ له لرګیو او لښتو خپلې ځالې جوړوي. خواړه یې میوې، مغزي او تخمونه دي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
فرعي ډله | سکیورومورفا |
کورنۍ | سکیوریډای |
فرعي کورنۍ | سکیورینای |
قوم | سکیوریني |
نسل | سکیوریوس |