Ywangan crocodile newt – ایوانګن کروکوډایل تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton ngarsuensis) دی. په تیلوتوتریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. اصلي ځای یې د برما اېوانګن سیمه ده. لنډ شوی سر، څورب بدن لري. د مثل تولید یې د نورو ډولونو په پرتله د کال پای لور کې وي. لکه د اسیا د تریتون د نورو ډلونو په څېر یې د نسل د غړو شمېر د درملو جوړولو لپاره د نیونې له امله کم شوی، همداسې د کورني ژوي په توګه د ساتنې لپاره هم نیول کیږي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | تیلوتوتریتون |