Ziegler’s crocodile newt – د زیګلر کروکوډایل تریتون
د زیګلر موړې لرونکي تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton ziegleri) دی. د وېتنام په شمال کې پیدا کیږي. ممکن د چین په سوېل کې هم شته وي. د جنتیکي مالوماتو له مخې له تور موړې لرونکي تریتون سره تړاو لري. عام نوم او د ډول د ساینسي نوم دوېمه کلیمه یې د جرمني د دوه ژواکو مطالعه کوونکي (Thomas Ziegler) له نوم اخیستل شوې.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | تیلوتوتریتون |