لایبرټي هایډ بیلي – Liberty Hyde Bailey
د مارچ مېاشتې په ۱۵ نېټه په کال ۱۸۵۸ کې زېږیدلی او د ډسمبر په ۲۵ په کال ۱۹۵۴کې د امریکا په نیویارک ښار کې مړ شوی.
د امریکا ګیاه پېژندونکی وو. د کرل شوو بوټو په اړه د بیلي سیستماتیکې مطالعې د امریکا دودیزه باغداري په ساینس بدله کړه دغې مطالعې د ګیاه رنځ پېژندنې، کرنې او د جنتیک پر پراختیا باندې مستقیم نفوذ وکړ.
د کلونو ۱۸۸۲–۸۴ ترمنځ په هارورډ پوهنتون (Harvard University) کې د یو ګیاه پېژندونکي اسا ګرې (Asa Gray) معاون وو او په عین وخت کې د باغدارۍ د پروفیسر په توګه دنده پر مخ وړله. په کال ۱۸۸۸ کې ېې په (Michigan State University) پوهنتون کې د باغدارۍ لابراتوار تاسیس کړ. د ۱۸۸۸–۱۹۰۳ کلونو تر منځ ېې د نیویارک په (Cornell University) پوهنتون کې د ګیاه پېژندونکي د پروفیسر په توګه دنده پر مخ ویوړه. هغه کیمیا پوهان او اروا پوهانو راوبلل تر څو د بوټو کلتور مطالعه کړي. د ۱۹۳۵–۵۱ کلونو تر منځ ېې د ګلاب کورنۍ، سیج کورنۍ او د شړشمو په کورنۍ باندې لیکنې وکړې. بیلي تقریبا ۷۰۰ ساینسي لیکنې او ۶۶ کتابونه لیکلي.
Comments
So empty here ... leave a comment!