2016 اگست

Ibex – ای بېکس وزه

د نه ښوېدونکو پښو لرونکې ځو اکمنې وزې دي، د بویدای کورنۍ (family Bovidae)، د کاپرا نسل (genus Capra) او د ارتیو دکتیلا ډلې (order Artiodactyla) غړې دي. د اسیا، اروپا او شمال ختیځې افریقا په غرونو کې پیدا کیږي.   د اروپا ای بېکس د الپین ای بیکس (Alpine, ibex) په نامه هم پېژندل… read more »

Goat – وزه

وزې شخوند وهونکې، تی لرونکې، په داخل کې خالي ښکر لرونکي ژوي دي، له کاپرا نسل (genus Capra) سره تړاو لري. لنډې لکۍ، د پسونو په پرتله سیده وېښته لري. په انګرېزۍ کې یې عام نوم (goat) ده، نر ته یې (buck or billy) نومونه اخلي، ښځې ته یې (does or nanny) وایي او بچیانو… read more »

ایزوپود

د ډلې نوم ېې ایزوپودا، د کلاس نوم ېې کروستاسیا، په شکل کې له یو بل سره توپیر لري، په سمندر او تازه اوبو کې ژوند کوي او په وچه کې اوسېدونکي ډولونه هم لري.  کوم چې په سمندر کې ژوند کوي پرازیتي دي. تراوسه ېې ۱۰،۰۰۰ ډولونه پېژندل شوي. اوږدوالی ېې له ۰.۷ میلي… read more »

پاچا چنګاښ – King crab

بل نوم ېې الاسکان پاچا چنګاښ او جاپانی چنګاښ ده. د ډلې نوم ېې دیکاپودا او دکلاس نوم ېې مالاکوستراکا ده. د خوړلو وړ ده او د جاپان په اوبو کې پېدا کیږي. وزن ېې تقریبا ۵ کیلوګرامه پورې رسیږي او هر کال ډېر زېات په سمندر کې د سوداګرۍ لپاره نیول کیږي.

Krill – کرېل

د سخت پوستو ټول هغه غړي دي چې په اوفوزیاسیا ډله (order Euphausiacea) کې شامل دي او د اوفوزیا نسل (genus Euphausia) جوړوي. اوفوزید (Euphausiids) د اوبو ملخ (shrimp) ته ورته ژوي دي. د اوبو له ملخ سره یې توپیر په لامبو وهونکو پښو کې برانشونه (gills) دي او کمې پښې یې د خوړو لپاره… read more »

Pierre-André Latreille – پییر اندرې لاتری

د نومبر په ۲۹ نېټه، کال ۱۷۶۲، د فرانسې په بریو له ګی یارد کې زېږېدلی او د فیبروري په ۶ نېټه، کال ۱۸۳۳، پاریس کې مړشوی. د فرانسوي ژوي پېژندونکی (zoologist) وو او د عیسویانو د کتولیک ډلې راهب وو څوک چې د حشرو پېژندنې (entomology) پلار ګڼل کیږي. پییر اندرې په لمړي ځل… read more »

Majoidea – ماجو ایډیا

د کوني کبر چنګاښ لمړۍ کورنۍ ده. مختلف ډوله غڼه کوني کبر یا غڼه چنګاښ (spider crabs) پکې شامل دي. ډلبندي په ماجو ایډیا کې پنځه کورنۍ شاملې دي. Epialtidae Inachidae Inachoididae Majidae Oregoniidae دوه کورنۍ (Pisidae and Tychidae) اوسمهال د (family Epialtidae) فرعي کورنۍ ګڼل کیږي او نومونه یې (Pisinae and Tychinae) ته بدل… read more »

Cephalocarida – سېفالو کاریدا

د کلک پوستو یا کروستاسیا فرعي فایلم کې ډلبندي شوی کلاس دی. د اوبو په تل کې د ژوند کوونکو ۱۲ ډولونه پکې شامل دي، د کلاس غړو ته یې نعل ډوله د اوبو ملخ (horseshoe shrimp) عام نوم اخلي. په ۱۹۵۵ کې هورډ اېل سنډرز په لمړي ځل موندلي. له (Remipedia in the Xenocarida)… read more »

Mantis shrimp – د اوبو ښکاري ملخ

ښکاري د اوبو ملخ هر څه خوړونکی سمندري کلک پوسته دی. په ستوماتوپودا کلاس کې ډلبندي شوي. تقریبا ۳۴۰ میلیونه کاله وړاندې د مالاکوستراکا کلاس له نورو ډولونو رامنځته شوي. معمولا تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږدیږي خو ځینې یې تر ۳۸ سانتي متره پورې اوږده هم شته. قاب، کاسه یا کاراپاس یې یوازې د… read more »

Ostracod – اوسټرا کوډ

جمع یې دواړه ډوله (Ostracods or ostracodes) لیکل کیږي. د کلک پوستو یا کروستاسیا (اوسټراکوډا) ګلاس دی. په انګریزۍ کې ورته تخم د اوبو ملخ (seed shrimp) نوم هم اخلي. تقریبا ۷۰۰۰۰ ډولونه لري، اوسمهال کې ژوندي ډولونه یې تقریبا تر ۱۳۰۰۰ پورې دي. په اوسمهال کې ژوندي ډولونه یې په مختلفو ډلو کې ډلبندي… read more »

Mystacocarida – میسټاکوکاریډا

د کروستاسیا یا کلک پوستو فرعي کلاس دی. د مایو بېنتوس (meiobenthos) برخه جوړوي – مایو بېنتوس ته مایو فونا (meiofauna) هم وایي د اوبو تل کې هغه واړه بې شمزي دي چې د سمندر او تازه اوبو تل کې ژوند کوي. میسټاکوکاریډا تر یو ملي متر پورې اوږدوالی لري، د شګو لرونکو سمندر غاړو… read more »

Mysida – مای سیډا

مای سیډا د اوبو ملخ ته ورته کلک پوسته یا کروستاسیا دي. په مالاکوسټراکا کلاس کې ډلبندي شوي. غړو ته یې عام نوم اوپوسم د اوبو ملخ (opossum shrimps) کاریږي. ښځه یې د مارسوپیل تی لرونکو په څېر کڅوړه لري او له همدې امله پرې د اوپوسم نوم ایښودل شوی، اوپوسم هم مارسوپیل دي او… read more »

Armadillidiidae – ارما ډیليډي ایډی

د لرګیو د سپږو کورنۍ ده، په وچه کې اوسېدونکي کلک پوسته یا کروستاسیا دي، په اېزو پوډا ډله کې ګروپ شوي. د لرګیو د سپږو د نورو کورنیو برعکس د دې کورنۍ غړي کولای شي ځان د توپ په څېر تاو کړي. د توپ په څېر تاوېدنې ځانګړنه یې په زر پښي پېل او… read more »

Mary Jane Rathbun – ماري جېن راتبن

د جون میاشتې په ۱۱ نېټه، کال ۱۸۶۰، د متحده ایالتونو د نیویارک په بوفالو کې زېږېدلې او د اپرېل په ۴ نېټه، کال ۱۹۴۳، په واشنګټن ډي سي کې مړه شوې. د امریکا ژوي پېژندونکې وه چا چې د کروستاسیا یا د چنګاښ کورنۍ (Crustacea) د ډلبندۍ (taxonomic) بنسټیز مالومات تاسیس کړي.   په… read more »

Talitridae – ټالیټریډي

ټالیټریډي د امفو پوډ ډلې یوه کورنۍ ده. کوم چې په وچه کې ژوند کوونکي دي د (landhoppers) نوم ورته اخیستل کیږي او کوم چې په سمندر غاړو کې ژوند کوي د (sandhoppers) نوم ورته اخیستل کیږي او ځینې خلک یې بیا د شګو ګونګټه (sand fleas) بولي. ریښتینې ګونګټې یا سایفونپټېرن (siphonapteran) نه دي…. read more »

Caprellidae – کاپرېلیډي

د امفوپوډ کورنۍ ده. د غړو عام نوم یې اسکلیټي د اوبو ملخ (skeleton shrimp) دی. عام نوم یې له نازک تار ته ورته بدن څخه اخیستل شوی. د بدن د جوړښت له امله یې د غټ الګي، برایزوان او هایډرویډ ترمنځ په ډېره اسانۍ پټېدلای شي. ځینې خلک ورته اروا د اوبو ملخ (ghost… read more »

Sow bug – سو بګ وړې حشرې

وړې په ځمکه یا وچه کې سخت پوستې حشرې دي، د ایزوپوډا ډله (order Isopoda) کې ډلبندي شوي او د اونیسکس نسل (genus Oniscus) جوړوي.

Portunidae – پورټیونیډای

د کوني کبر چنګاښونه کورنۍ ده. غړو ته یې لامبو وهونکی کوني کبر (swimming crab) نوم اخلي. تشرېح پورټیونیډ کې د پښو څلورمه جوړه پایډل ته ورته هواره وي او د لامبو وهلو لپاره یې کاروي. د پښو د څلورمې جوړې هواروالی او د نورو منګولو تېره والی یې له پورټیونیډ چټک ښکاري جوړوي. ډېری… read more »

Notostraca – نوټوسټراکا

په نوسټراکا ډله کې یوازې یوه کورنۍ ټرایوپسیډای (Triopsidae) شامله ده. د کلک پوسته یا کروستاسیا ګروپ دی. غړو ته یې سپر د اوبو ملخ او د چونګښې بچي ته ورته د اوبو ملخ (tadpole shrimp or shield shrimp) نومونه اخلي. ټاډ پول انګریزۍ د هر دوه ژواکي لکۍ لرونکي لاروا ته وایي. هوار کاراپاس… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons