2016 نوومبر

پیر ډیویډ هوسۍ – Père David’s deer

پیر ډیویډ هوسۍ (اېلا فوروس ډیویډینوس) غټې او ډېره نادره اسیایي هوسۍ دي. د کورنۍ نوم ېې سېر ویدای او د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. ممکن دا هوسۍ د چین وي خو په تاریخ کې ېې ځای نده مالوم. دا هوسۍ یواځې په ژوبڼ کې شته دي. تر یو متر پورې قد لري،… read more »

پارس هوسۍ – Persian deer

فالو هوسۍ، پارس هوسۍ (داما مېزوپوتامیکا) د غربي اسیا هوسۍ دي. له دې پرته ډېر وخت مارل سرې هوسۍ ته هم دا نوم کاریږي.

روی هوسۍ – Roe deer

د نسل نوم ېې کاپریولوس ده، بل نوم ېې روی بک ده، د اوراسیا وړې هوسۍ دي، د کورنۍ نوم ېې سېر ویدای او د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. روی هوسۍ دوه ډولونه لري: اروپایي یا غربي روی هوسۍ (کاپریولوس کاپریولوس) او غټې د سایبیریا روی هوسۍ (کاپریولوس پيګارګوس). د زړې نړۍ هوسۍ… read more »

سمبر – Sambar

سمبر (سېروس یوني کلر) د کورنۍ نوم ېې سېرویدای او د ډلې نوم ارتیو دکتیلا ده. له هند تر نیپاله پورې پیدا کیږي. سمبر هوسۍ په ځنګلونو کې یواځې یا په وړو ګروپونو کې ژوند کوي. تر یو متر پورې ېې قد لوړیږي، تېز نصواري رنګ لري. غرڅه ېې د درې ښاخونو ښکرونه لري او… read more »

سیکا – Sika

سیکا (سېروس نیپون) په ځنګل کې ژوند کوونکې هوسۍ، د کورنۍ نوم ېې سېر ویدای، د ډلې نوم ارتیو دکتیلا، مورنی ځای ېې چین، جاپان او کوریا ده. سیکا په جاپانۍ ژبه کې هوسۍ ته وایي, په دې سیمه کې دا هوسۍ مقدسې ګڼل کېدې. په چین کې دا هوسۍ په فارمونو کې ساتل کیږي… read more »

هوسۍ – Deer

نر ته ېې غرڅه او ښځې ته ېې هوسۍ وېل کیږي. هوسۍ ۴۳ ډولونه لري، شخوند وهونکي، تی لرونکي او سومان یا د نوکو لرونکي حیوانات دي. د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. پښې ېې دوه واړه او دوه غټ سومان لري. پرته له چینایي د اوبو هوسۍ د ټولو ډولونو نران ېې ښاخ لرونکي… read more »

اېلک – Elk

اېلک (سېروس اېلافوس کانادینسیس) بل نوم ېې واپیتي ده. د سور رنګه هوسیو تر ټولو غټې هوسۍ دي. په شمالي امریکا کې او د مرکزي اسیا په لوړو غرونو کې ژوند کوي. د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا او د هوسۍ د کورنۍ (سېر ویدای) غړي دي. اوسنۍ مطالې ښي چې سرې هوسۍ درې ډولونه… read more »

چیتل – Chital

خال لرونکې هوسۍ بل نوم ېې اکسیس هوسۍ (سېر وس اکسیس) ده. د اسیا هوسۍ، د کورنۍ نوم ېې سېر ویدای، د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. قد ېې ۹۰–۹۵ سانتي متره (۳۷ انچه) پورې لوړیږي. بدن ېې خاپونه یا نښانونه لري او رنګ ېې پاسه سورنصواري او لاندې برخه سپین ده. نر ېې… read more »

چینا يي د اوبو هوسۍ – Chinese water deer

د اوبو هوسۍ (هایدرو پوت اینرمیس) د سېر ویدای کورنۍ وړې هوسۍ دي. د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. د چنګ جیانګ په دره کې ژوند کوي. په کوریا کې هم شته. نر ېې ښکرونه نلري مګر د پاسه خوا کانین غاښونه ېې ډېر اوږده دي د دې غاښونو اوږدوالی تقریبا تر ۵ سانتي… read more »

بروکېټ – Brocket

ټولې وړې هوسۍ چې د مزاما په نسل کې شاملې دي او د کورنۍ نوم ېې سېرویدای، د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. د جنوبي امریکا او مکسیکو تر منځ په ونو لرونکو ځنګلونو کې ژوند کوي. بروکېټ هوسۍ ډېر وخت یواځې جوړه ګرځي. څلور ډولونه لري. دوه نسلونه ګوزوبیرا او امیریکانا ېې لنډ… read more »

باراسېنګا – Barasingha

باراسېنګا (سېروس دووسیلي) د کورنۍ نوم ېې سېرویدای، د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. د نیپال او هند په هوارو ځنګلونو او شنو سیمو کې ژوند کوي. د دې هوسۍ قد تر ۱.۱ متر (۴۵ انچه) پورې لوړیږي. په اوړي کې رنګ سور رنګه نصواري او یا زېړ رنګه نصواري وي او سپین خاپونه… read more »

مایلوډون – Mylodon

په ځمکه اوسېدونکی د سلوت له منځه تللی نسل ده. په شمالي امریکا کې ېې فوسیلي جسدونه پیدا کیږي او دغه فوسیلي حیوانات د پلیسټوسین دورې دي چې د ۲.۶ تر ۱۱،۷۰۰ میلیونه کاله وړاندې تر منځ تېره شوې. د بدن اوږدوالی ېې تقریبا ۳ متره اټکل شوی او پوستکي ېې په ځنې برخو کې… read more »

ګلیپټوډون – Glyptodon

د عصري ارمادیلو سره ېې نسل تړاو لري، نسل ېې په اوس وخت کې له منځه تللی. په شمالي او جنوبي امریکا کې ېې فوسیلي جسدونه پېدا کیږي. تی لرونکي حیوانات دي. فوسیلي جسدونه ېې د پلیوسېن دورې دي او دغه دوره تقریبا د ۵.۳ تر ۱۱،۷۰۰ میلیونه کاله پخوا ترمنځ تېره شوې. دا حیوانات… read more »

Tamandua – تامندوا

تامندوا په دواړو ځمکه او ونو کې ژوند کوونکی ده. دوه ډولونه لري او په کچه کې یو بل ته ورته دي. د بدن اوږدوالی ېې تر ۱۲۰ سانتي متره پورې رسیږي. لکۍ ېې تقریبا بې وېښتو ده او په ونه کې د ختلو لپاره ېې کاروي. قهوې ته ورته زېړ او تور لري. له… read more »

Abhinavagupta – ابینوا ګوپتا

په کشمیر کې زېږېدلی. ابینوا ګوپتا یو فیلسوف (philosopher)، صوفي (mystic)، ښکلا پېژندونکی (aesthetician) او یو اغیزمن شاعر، د موسیقۍ هنرمند، ډرامه لیکونکی (dramatist)، تفسیر لیکونکی (exegete)، خدای پېژندونکی یا د الهیاتو متخصص (theologian) او منطقي یا منطق پوه (logician) وو. ابینوا ګوپتا یو پولیماتیک (polymathic) شخصیت ګڼل کیږي چا چې د هند پر کلتورپیاوړی… read more »

Silky Anteater – ورېښمین مېږی خور

د دوه ګوتولرونکی پیګمي او لنډ قدی مېږی خور (two-toed, pygmy, or dwarf anteater) هم ورته وایي. تی لرونکی میږی خور ده. د ډول علمي نوم یې (Cyclopes didactylus) ده. تر ټولو وړوکی او لږ پېژندل شوی د مکسیکو په سوېل کې، برازیل او بولیویا کې پیداکیږي. په لوړو ونو کې د شپې لخوا ژوند… read more »

شتر مرغ – Ostrich

د نسل نوم ېې ستروتیو، د کورنۍ نوم ېې ستروتیونیدای او د ډلې نوم ېې ستروتیونیفارم ده. فوسیلي جسدونه ېې چې تقریبا ۱۲ میلیونه کاله زاړه دي په روسیه، هند او چین کې موندل شوي.  شتر مرغ (ستروتیو کامیلوس) نا الوتونکی تر ټولو غټ پیژندل شوی مرغه د افریقا په پراخو هوارو هیوادونو کې پیدا… read more »

پیکاس سویان – Pikas

د نسل نوم ېې وچوتونا، وړې لنډې پښې لري، بې لکۍ، هګۍ ته ورته ګرد ډوله شکل لري. طی لرونکي حیوانات دي چې د اسیا په ډېرو سیمو کې، په شمالي امریکا کې ژوند کوي. د لاګو مورف سویانو له ډلې دي ۲۹ ډوله لري.  بدن ېې اوږده نرم وېښته لري او د بدن رنګ… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons