2016 نوومبر

د غټوپنجو چونګښه – Clawed frog

د زېنوپوس نسل (genus Xenopus) ده، د بې ژبې چونګښو پنځلس ډولونه دي، په اوبو کې ژوند کوونکې (aquatic) دي، اصلي ځای یې افریقا او د پي پيدای کورنۍ (family Pipidae) غړې دي. وروستۍ پښې یې درې ګوتې لري.   زېنوپوس هوار بدن لري، د بدن څنډې یې یو ډول بلغمي کانالونه (mucous canals) لري… read more »

Chorus frog – کورېس چونګښه

علمي نوم یې پسودکریس (Pseudacris)، او په انګرېزۍ کې ورته (swamp tree frog, or swamp cricket frog) نومونه هم اخلي. د ونې څو ډوله چونګښې دي چې د هیلیدای کورنۍ (family Hylidae) سره تړاو لري. په کاناډا، مکسیکو او د متحده ایالتونو په سویل کې ژوند کوي. په ګڼو شنو وښو او وړو بوټو لرونکو… read more »

Bullfrog – بل چونګښې

علمي نوم یې لیتوبېټس کتېسبيانوس (Lithobates catesbeianus)، د رانیدای کورنۍ (family Ranidae) ده. نیمه اوبلنې یا اوبو کې ژوند کوونکې (semi-aquatic frog) چونګښې دي. لوړ غږ کوي او نوم یې د غږ له لوړوالي څخه اخیستل شوی. د شمالي امریکا تر ټولو غټې چونګښې ګڼل کیږي، اصلي ځای یې د متحده ایالتونو ختیځ او کاناډا… read more »

Surinam toad – سورینم چونګښې

علمي نوم یې پیپا پیپا (Pipa pipa) ده، د سویلې امریکا اوبلنې یا په اوبو کې ژوند کوونکې (aquatic) چونګښې دي چې د پي پیدای کورنۍ (family Pipidae) جوړوي. هګۍ یې د ښځې چونګښې په ملا پورې نښتې وي. د بدن اوږدوالی یې له ۱۰ تر ۱۷ سانتي متره (۴ تر ۷ انچه) پورې وي…. read more »

Panamanian golden toad – د پاناما سرو زرو ته ورته زېړ رنګ چونګښې

علمي نوم یې اتېلوپوس زېتېکي (Atelopus zeteki) ده، په انګرېزۍ کې ورته (Panamanian golden frog) نوم هم اخلي. وړې روښانه زېړې چونګښې دي، بدن یې ډېر وخت تور نښانونه هم لري. د پاناما په لوړو سیمو کې ژوند کوي او د پاناما تر ټولو ښکلې چونګښې ګڼل کیږي. د ډېرو خلکو له پام خپلولو وروسته… read more »

Narrow-mouthed toad – د تنګې خولې چونګښې

د میکروهیلیدای (family Microhylidae) کورنۍ ټول ۳۰۰ غړي کوم چې په لسو فرعي کورنیو او ۶۰ نسلونو کې ډلبندي شوي. په استرالیا، په سویلې او شمالي امریکا، افریقا او اسیا کې پیدا کیږي. ډېری یې لنډې پښې، نرم پوستکي، واړه بدنونه، واړه څوکه لرونکي تېره سرونه لري. په ونه کې، د ځمکې لاندې او د… read more »

Midwife toad – قابله یا دایه چونګښه

ورو خوځېدونکي، په ځمکه ژوند کوونکي (terrestrial) ذوحیاتین دي. څلور ډوله لري کوم چې د الیتس نسل (genus Alytes) جوړوي، د (family Alytidae) غړې دي. تر ټولو نامتو ډول یې الیتس اوبستېتریکنس (Alytes obstetricans) ده. د اروپا دا ډول یې په خلاصو سیمو کې په ځمکه د اوبو ډنډونو او لښتیو سره نږدې ژوند کوي…. read more »

Fire-bellied toad – اور خېټې چونګښه

د بومبینا (Bombina) نوم هم ورته اخلي، د بومبیناتوریدای کورنۍ (family Bombinatoridae) غړې دي. خېټه او د پښو لاندې برخه یې نارنجي رنګ لري. عامه اور خېټه چونګښه (common fire-bellied toad) په ډنډونو کې ژوند کوي او تر ۵ سانتي مترو (۲ انچه) پورې اوږدیږي. که چېرې خطر احساس کړي او یا تنګه کړل شي… read more »

Discoglossidae – دیسکوګلو سیدای کورنۍ

د چونګښو کورنۍ ده، د انورا ډلې (order Anura) ډلبندي شوي. په دې کورنۍ کې مېډ وایف (قابله، دايه) چونګښو (midwife toad) چې علمي نوم یې الیتس (Alytes) ده څلور ډوله او د رنګ شوو چونګښو (painted frog) علمي نوم یې ډیسکوګلوسوس (Discoglossus) ده شپږ ډوله شامل دي. دواړه نسلونه د زړې نړۍ چونګښې ګڼل… read more »

آوډاډ – Aoudad

آوډاډ (اموتراګوس لېر ویا) بابري پسونه هم ورته وایي. د شمالي افریقا وزې ته ورته تی لرونکی حیوان ده. د کورنۍ نوم ېې بوو یدای او د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. مخکې ځایي خلکو ورته د پسه ګمان کاوه خو اوسنیو څېړنو، ازموینو، مطالعو او جنتیک مالوماتو ښودلې چې دا حیوان له وحشي… read more »

Antelope – انټېلوپ

د زړې نړۍ څرېدونکي، بوټ لرونکي ژوي دي. د بوویدای کورنۍ (family Bovidae) غړي او په ارتیو دکتیلا ډله (order Artiodactyla) کې شامل دي. په بوویدای کورنۍ کې د شخوند وهونکو او په منځ کې د خالي ښکر لرونکو کوم چې ۱۳۵ ډولونه لري انټېلوپ یې له درېو څخه دوه برخې جوړوي. په دې کورنۍ… read more »

الپاکا – Alpaca

د ډول علمي نوم یې لاما پاکوس (Lama pacos) ده د اوښانو په کامیلیدای کورنۍ (family Camelidae) کې او په ارتیو دکتیلا ډله (order Artiodactyla) کې ډلبندي شوي. له لاما، ګواناکو او ویکونا (llama, guanaco, and vicuña) سره تړاو لري، د ټولو شریک نوم لامویډ (lamoids) ده. الپاکا او لاما دواړه څو زره کاله وړاندې… read more »

اډکس – Addax

د افریقا په دښتو کې ګرځېدونکې وحشي وزه ده. مخکې په سهارا کې ډېرې زېاتې پیدا کیدې خو د ۲۰ پېړۍ په اخر کې ورکې شوې. اوږده ښکرونه لري، د نر وزن ېې ۱۰۰–۱۳۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي قد ېې ۹۵–۱۱۵ سانتي متره پورې لوړیږي. ښکرونه ېې ۷۶–۱۰۹ سانتي متره پورې اوږدوالی لري، ښځینه ېې… read more »

کچره هوسۍ – Mule deer

کچره هوسۍ (اودو کویلوس هیمیونوس) د شمالي امریکا هوسۍ دي. او نوم ېې د دې هوسۍ له غټو غوږونو اخیستل شوی. د بوي د تولید غدوات لري، غټ ښکرونه لري، تر ۹۵ کیلو ګرامه پورې ېې وزن رسیږي، د کورنۍ نوم ېې کپرولینای ده. د نوې نړۍ د هوسیو فرعي کورنۍ ده او د ډلې… read more »

موز – Moose

د هوسیو د کورنۍ تر ټولو غټ غړي د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا او د کورنۍ نوم ېې سېر ویدای ده. تور رنګ لري، اوږدې پښې لري، پراخه ښاخ لرونکي ښکرونه لري. په امریکا او د کاناډا هغو سیمو کې چې د امریکا هندیان ژوند کوي موز نوم ډېر کاریږي خو په اروپا کې… read more »

د ایر لنډ اېلک – Irish elk

د ایر لنډ اېلک ( مېګالوسېروجیګانتوس) د غټې اېلک هوسۍ په نامه هم یادیږي د هوسیو له منځه تللی نسل ده.پراخه ښکرونه او غټ بدن ېې لاره.د پلیستوسېن دورې فوسیلي جسدونه ېې په دواړو لویو وچو اسیا او اروپا کې موندل شوي. د پلیستوسېن دوره تقریبا ۲.۶ میلیونه کاله وړاندې پېل شوې او ۱۱،۷۰۰ کاله… read more »

سرې هوسۍ – Red deer

سرې هوسۍ (سېروس اېلافوس) ډېر پېژندل شوې هوسۍ دي. د کورنۍ نوم ېې سېرویدای او ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. مورنی ځای ېې اسیا، شمالي امریکا او اروپا ده. د دې هوسیو ښکار د غوښې او سپورت دواړو لپاره کیږي. په ډله کې ژوند کوي خو کله ېې چې د جنسي نزدیکت موده راورسیږي… read more »

فالو هوسۍ – Fallow deer

فالو هوسۍ (داما داما) د درمیانه کچې هوسۍ ده، د کورنۍ نوم ېې سېرویدای او د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. ډېر وخت په پارکونو او ژوبڼ کې ساتل کیږي. مورنی ځای ېې دشرقي مدیترانې سیمې دي. یو ډول ېې د داما داما مېزوپوتامیکا په نامه یادیږي د دې هوسۍ مورنۍ ځای اوسنی ایران… read more »

د سپینې لکۍ هوسۍ – White-tailed deer

د سپینې لکۍ هوسۍ (ودو کویلېوس ویرجینیانوس) بل نوم ېې د ویرجینیا هوسۍ ده. د امریکا هوسۍ دي، د کورنۍ نوم ېې سېرویدای او د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. له غربي کاناډا تر پېرو او بولیویا پورې پیدا کیږي. لکۍ او د لکۍ چار چاپېر ېې سپین رنګ لري. کله چې منډه وهي… read more »

ري ایندیر – Reindeer

ري ایندیر (رنجیفر تاراندوس) په شمالي امریکا کې ورته کاریبو نوم اخلي. د هوسۍ یو ډول ده، د کورنۍ نوم ېې سېرویدای، او د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. د روسې، ګرین لنډ، سکادیناویا، الاسکا او کاناډا په ځنګلونو کې پیدا کیږي. په اروپا کې دا هوسۍ کورنۍ شوي. په دې ډول کې غټه… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons