آوډاډ – Aoudad

آوډاډ (اموتراګوس لېر ویا) بابري پسونه هم ورته وایي. د شمالي افریقا وزې ته ورته تی لرونکی حیوان ده. د کورنۍ نوم ېې بوو یدای او د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. مخکې ځایي خلکو ورته د پسه ګمان کاوه خو اوسنیو څېړنو، ازموینو، مطالعو او جنتیک مالوماتو ښودلې چې دا حیوان له وحشي وزې سره ډېر نږدې تړاو لري. 

د آوډاډ قد تر ۱۰۲ سانتي متره پورې لوړیږي، زنې لاندې اوږده لکه د ګیرې په څېر وېښته لري. نیمه دایروي ښکرونه ېې د بهر په لور وده کوي. په وچو سیمو یا غریزه او ډبریزه سیمه کې ژوند کوي. کله چې غرض ورسره وشي حرکت نکوي. نسل ېې د منځه تللو سره مخ ده. کم نسل ېې په مصر کې ژوند کوي او له دې ځای نه ېې نسل امریکا او مکسیکو ته هم انتقال شوی. 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons