د مذاکرې او تشویق وړتیاوې

تشویقول داسې وړتیا ده کوم چې په ټوله نړۍ کې سوداګر کاروي. ډېری وخت خلک تشویقولو له لارې نورو کې د توافق لپاره او یا یوې موخې ته د رسېدو لپاره انګېزه پیدا کوي. که دا موخې لویې وي او یا وړې وي په ټولو حالتونو کې د بل د تشویقولو لپاره درې شیانو ته اړتیا لرئ : د څه په اړه چې خبرې کوې پکې پوهه لرل، د اورېدونکو په اړه پوهه لرل یا یې پېژندل، د تشویقولو په تخنیک پوهېدل.

په موضوع پوهېدل
په موضوع کې د تشویقولو تر کچې زیاته پوهه لرل. د موضوع په ښه، بد او بدرنګه اړخ کې پوهه لرل. که چېرې تاسې د موضوع په هر اړخ پوه شئ او په دې ځان پوه کړئ چې څرنګه یې وکاروئ نو خپلې موخې ته پرې رسېدلای شئ. که چېرې تاسې د یو څه په اړه کس په دې پوه کړئ چې موضوع کوم ډول تړاو ورسره لري نو ممکن تشویق یې اسانه چاره وي.

د اورېدونکو په اړه پوهه لرل
په دې پوهېدل اړین دي چې ته څوک د څه لپاره تشویقوې. هر کس د تشویقولو تخنیک ته مختلف غبرګون ښي، ممکن د یو کس یوه تخنیک ته غبرګون برید کوونکی چلند وي خو بل کس همدې ته چپتیا غوره کړي. د اورېدونکو په اړه د زیاتې پوهې لرل او ورسره اشنا کېدو لپاره اړینه ده چې پوښتنې ترې وکړئ. که چېرې امکان لري د موضوع په اړه یې چې څه خوښ او څه ناخوښ دي په اړه پوښتنې ترې وکړئ، د موخې په اړه یې پوښتنې ترې وکړئ، د اړتیاو په اړه یې پوښتنې وکړئ. په دې ډول پوښتنو تاسې د موضوع په اړه په خپله په همدې کس انځور جوړوئ، د موضوع په اړه په همدې کس د موضوع ګټې بیانوئ.

Sidebar



Share
Hide Buttons