Ann Tanneyhill – ان ټاني هېل

د ۱۹۰۶ کال، د جنورۍ په ۱۹ نېټه د متحده ایالتونو د ماساچوسېټس ایالت په نارووډ سیمه کې زېږېدلې او د ۲۰۰۱ کال د مې په ۱ د ماساچوسېټس ایالت په ماش پي کې مړه شوې. په متحده ایالتونو کې، له ۱۹۴۷ تر ۱۹۶۱ کال پورې د ملي ښاري لیګ د مسلکي خدماتو ریسه وه. په یاده اداره کې یې دنده له ۱۹۳۰ پیل کړې او تر ۱۹۷۱ کال پورې تر خپل تقاوت پورې یې ادامه ورکړې. په یاده موده کې یې هڅه دا وه چې د امریکا د تور پوستو لپاره د دندو فرصت زیات کړي. تر ډېره یې تمرکز په راډیو او تلویزیون وو تر څو له دې لارې د تور پوستو ویاړ او اعتبار لوړ کړي.

د خپلو چارو په اوږدو کې یې هغو تور پوستو محصیلینو ته د کار د زیاتېدو فرصت باندې کار کړی چې مخکې به یې دنده په اسانۍ نشوه موندلی. د تور پوستو پر ضد یې د تعصب مخنیوي کې اړین رول لوبولی. دوېم ګام کې یې د تور پوستو په ساینسي رشتو کې زده کړو او په کار ګمارنې ته کار کړی. له دې پرته یې په راډیو کې هم د ورته موخې لپاره په دوه پروګرامونو کې کار کوه د یوه پروګرام نوم یې “د تور پوستو ملي دفاع” او د بل پروګرام نوم یې “په برونز رنګ کې اتله” وو. په تلویزیون کې یې هم د همدې موخې لپاره د “د جیمي سهار” په نوم پروګرام پر مخ وړی. په سیمه ایزه توګه هم د تورپوستو د حقونو په دفاع کې فعاله وه. په مسلکي فعالیت کې د لاسته راوړنو له امله یې مختلفې جایزې هم ګټلي.

په ۱۹۲۸ کال کې یې له سیمون کالج، په ساینس کې لېسانس ترلاسه کړ، وروسته یې ټېچرز کالج کولمبیا یونیورسټي څخه په ۱۹۳۸ کې ماسټري ترلاسه کړه. په ورته وخت کې د نیویارک پوهنتون هم د راډیو ډیپلوم ورکړی وو. کله یې چې خپل لېسانس ترلاسه کړ نو د ملي ښاري لیګ یوې څانګې سره یې د منشي او کتاب ساتونکې په توګه دوه کاله کار وکړ. وروسته یې د همدې ادارې د یوې بلې څانګې له ریس سره د منشي په توګه دنده پیل کړه او له هغې وروسته د ملي ښاري لیګ د فرصت د کمپاین ریسه وګمارل شوه او تر ۱۹۵۵ پورې یې خپلو چارو ته دوام ورکړ. کله یې چې ماستري تر لاسه کړه نو په یاده اداره کې یې په مختلفو پوسټونو دندې ته ادامه ورکړه د ۱۹۴۱–۴۵ ترمنځ اجرایي همکاره، په ۱۹۴۶ کې د مسلکي خدماتو ریسه، د ۱۹۴۷–۶۱ کلنو ترمنځ د عامه اړیکو ریسه او وروسته د کنفرانسونو ریسه پاتې شوې. په ۱۹۷۱ کال تقاوت شوه خو تر ۱۹۷۹ کال پورې یې بیا هم د اجرایوي مشاورې په توګه دنده پر مخ یوړه.

Sidebar



Share
Hide Buttons