R.511 – ار.۵۱۱

د ماترا لخوا جوړ شوی د فرانسې له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکی توغندی وو. د ار ۵۱۰ بل ورژن وو. د انفرارېډ په وړانګو هدایت کېده. وروسته یې ار ۵۳۰ توغندي ځای ونیوه خو تر ۱۹۷۶ یوازې د پوځي تمرینونو لپاره کارېده. په اپتیکي توګه پي بي اېس د انفرارېډ په انځوریزې حجرې هدایت کېده.

د ۱۹۵۲ کال په اکتوبر کې یې ازموینه پیل شوه او ورپسې د ۱۰۰ توغندیو د تولید تړون لاسلیک شو. د پي بي اېس سیستم یې غیرې حساس وو او یوازې یې د شپې لخوا هدف په نښه کولای شو. په ۱۹۵۷ کال کې ار ۵۱۱ تولید ورژن تولید شو او د ار ۵۱۰ ځای نیونکي شول په کوم کې چې تومپسون-سي اېف اېس نیمه فعال د رادار سیستم د هدایت لپاره کارېدلی وو او د توغونکې الوتکې د رادار په ذریعه یې هدف تعقیبوه. د توغندي په وزرو کې کوچنی انتن نصب شوی وو کوم چې اوږد واټن کې د هدایت کېدو لپاره سګنال ترلاسه کوه.

Sidebar



Share
Hide Buttons