AIM-9 Sidewinder – اې ای اېم-۹ سایډ وېنډر

سایډ وینډر له مختلفو عناصرو جوړ توغندی دی هر عنصر یې مختلفو کمپنیو جوړ کړی. توغندی په څلور برخو وېشل شوی څلور برخې یې د هدایت سیستم، د هدف لټونکی، سروکی او راکټ موټور دي. د هدایت او کنټرول یونټ کې یې الیکترونیک او میکانیک شامل دي کوم چې توغندي ته د فعالیت وړتیا ورکوي. په سر کې د انفراریډ وړانګې (IR) لټونکی یا تعقیبونکی دی. په سر کې یې د څرخېدو وړ (reticle) دی – رېټیکل (reticle) په اپتیکي اله کې نرۍ کرښې یا فایبرونه وي د اپتیکي الې د سترګې په برخه کې کاریږي لکه په ټیلیسکوپ، مایکروسکوپ یا اوسیلوسکوپ کې د توکو موقیعیت پیدا کوي او یا یو څه کچه کوي. له دې پرته پکې ښیښه، پنځه سي ډي اېس حجرې، انځوریز سنسور (staring array)، الیکتریکي موټور، ارماتور (armature) وي؛ ټولې یادې برخې په یوه ښیښه اي ګنبځه کې وي.

له دې برخو وروسته هغه الیکترونیک موجود دي کوم چې مالومات راغونډوي، سګنالونه ژباړي، د کنټرول سګنالونه تولیدوي کوم چې توغندی هدایت کوي. د توغندي د ګیډې په نو کې د هدایت او کنټرول یونټ موجود وي کوم چې د توغېدو پر مهال ترې جلا کیږي او توغونکي کې پاتې کیږي. د اېل او اېم ورژن کوم چې هوایي ځواکونه کاروي په داخل کې ارګون بوتل لري تر څو په (5000 psi) کې تعقیبونکی سر سوړ کړي خو کوم چې سمندري ځواک کاروي په هغو کې د همدې موخې لپاره د نایټروجن بوتل کارېدلی وي، همداسې په (AIM-9X ) ورژن کې یې د تعقیبونکي د سر سړولو لپاره (Stirling cryo-engine ) نصب وي.

دوه برېښنایي سرو ګانې (electric servo) پکې وي کومې چې وړو وزرو ته ځواک ورکوي تر څو توغندی هدایت کړي په (AIM-9X) ورژن کې یې سرو نشته. په (AIM-9X) ورژن کې د هدایت او کنټرول یونت وروسته یې حرارتي بېټرۍ یا د ګاز د دانو جنراتور وي تر څو بریښنایي ځواک لکه د برېښناي سرو ګانو په څېر تولید کړي.

بله برخه یې د هدف لټونکی دی، څلور (IR emitters and detectors) دي، که چېرې هدف مخکې لور ته تګ کوي او دا الې یې د مخکې تګ موندنه وکړي نو د وسلې الې ته سګنال لېږدوي تر څو سروکی هدف سره نږدې واټن کې وچاودوي. په زړو ورژنونو کې د همدې موخې لپاره د (fuze) سیستم کارېدلی وو.

د (AIM-9H) ورژن یې ۱۱ کیلو ګرامه سروکی لري خو تر دې ټول مخکیني ورژنونه یې یوازې تر ۱۰ کیلو ګرامه پورې سروکی لري. که چېرې د ۱۱ کیلو ګرامه سروکی لرونکی په چورلکه کې نصب شي نو د څرخ پرې یې ماتولی شي او د هدف په ځای توغونکي ته مرګونی کیدای شي.

په توغندي کې (Mk36 s) د جامدو سونګ توکو ماشین نصب دی او د همدې راکټ په ذریعه مخکې تګ کوي. کم لوګی کوي او له همدې امله په نښه شوي هدف ته یې لیدنه او له توغندي ځان ژغورنه ستونزمنه وي. په همدې برخه کې (launch lugs) هم موجود وي – یادې برخې استوانه اي پایپ ته ورته شکل لري او توغندی د نصب کېدو په ځای (rail of the missile launcher) کې نیسي. په درې (launch lugs) کې یې دوه د اړیکې تکمې لري کومې چې په برېښنایي توګه (motor igniter) فعالوي او د توغندي د توغېدنې لامل کیږي.

ډول یې د لنډ واټن له هوا څخه هوا ته توغېدونکی دی، جوړونکی هیواد یې متحده ایالتونه دي، لمړۍ کارونه یې په ۱۹۵۶ کې شوې، جوړونکي یې رېتیون کمپنۍ، فورډ ایرو سپېس او لورل کارپ دي، مختلف ډولونه لري ځینې یې د روزنې لپاره دي او ځینې په سیستم کې د نصب لپاره د هر یونټ ارزښت یې ۳۸۱۰۶۹ ډالر، ۲۰۹۴۹۲ ډالر، او ۳۹۹۵۰۰ ډالر دی. د توغندي وزن ۸۵ کیلو ګرامه دی، اوږدوالی یې ۳ متره دی، قطر یې ۵ انچه دی، د سروکي وزن یې ۹.۴ کیلو ګرامه دی، د چاودنې میکانیزم یې هدف ته نږدې واټن کې چاودنه (IR proximity fuze) دی، په داخل کې یې د جامدو سونګ توکو کارونکی انجن (Hercules/Bermite Mk. 36) دی. د وزرو پراخوالی یې ۱۱ انچه دی، زیات نه زیات سرعت یې مک ۲.۵ + دی، په زیاتو ډولونو کې د هدایت لپاره د د انفرارېډ د وړانګو سیستم کارېدلی خو په (AIM-9C) ورژن کې یې د هدایت لپاره د نیمه فعال رادار سیستم کارېدلی. د توغونې لپاره مختلف پلټفارمونه کاروي له الوتکې، سمندري بېړیو، له بکتربند موټرو یا وړو ټانکونو او په ځمکه نصب سیستم څخه د توغېدو وړ دی.

له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکی د لنډ واټن توغندی دی. د لمړي ورژن کارونه یې د متحده ایالتونو سمندري ځواک په ۱۹۵۶ کې پیل کړې. په کال ۱۹۶۴ کې یې د متحده ایالتونو هوایي ځواک کارونه پیل کړه. له دې وخت څخه سایډ وینډر په نړیواله کچه خپل ارزښت ثابت کړ. تر ټولو وروستي ورژنونه یې اوس هم په ټولو لویدیځو هوایي ځواکونو کې معیاري توغندي دي. د شوروي اتحاد هم یو وخت ورته توغندی د (K-13) په نامه جوړ کړی وو او په ځینو هیوادونو یې پلورلي وو.

په ۱۹۵۰ لسیزه کې کله چې په زوني راکټونو کې هدایت کوونکی سیستم اضافه شو نو نړۍ د هدایت وړ وسلې په لټه کې شوه اړتیا ته په کتو د سایډ وینډر جوړونکو هم د نړۍ د اړتیا پوره کولو لپاره په دې توغندیو کې د نیمه فعال رادار سیستم اضافه کړ او په (AGM-122 Sidearm) الوتکو کې کومې چې د رادار ضد کارېدلې وکارول شو. د لمړیو ورژنونو تر ټولو زیاته کارونه یې د ویتنام په جګړه کې شوې خو په دې وخت کې کم بریالي وو. کله یې چې اېل ورژن جوړ شو نو په فالک لېنډ او اپرېشن مول جګړو کې وکارېده یاد ورژن یې په جګړه کې خپل ځان ډېر اغیزمن ثابت کړ.

په لویدیځ کې تر ټولو زیات کارېدونکی له هوا څخه هوا ته توغېدونکی توغندی دی. د نوي ورژن یې متحده ایالتونو او ۲۷ نورو هېوادونو ته ۱۱۰۰۰۰ توغندي تولید شوي له دې شمېر څخه یوازې ۱% په جګړه کې کارېدلي. د جواز لاندې ځینې نورو هیوادونو هم تولید کړي په دې هیوادونو کې سویډن هم شامل دی. په دې توغندیو کې ځانګړنه دا ده چې په چورلکو کې هم د نصب کېدو وړ دي، بله ځانګړنه یې تر ټولو زوړ خو تر ټولو کم قیمت لرونکی خو په ورته وخت کې تر هر بل توغندی بریالی توغندی دی. تر اوسه یې ۲۷۰ الوتکې نسکورې کړي. کله یې چې ناتو کاروي نو د کارونې لپاره یې اختصاري کوډ ( FOX-2) دی. په ۲۰۰۲ کال کې د دې توغندي عمر ۵۰ شو او په همدې کال بوینګ شرکت ته قرارداد ورکړل شو، بوینګ وعده کړې چې یاد توغندي به تر ۲۰۵۵ کال پورې د کارېدو وړ کړي.

 

Sidebar



Share
Hide Buttons