Ersha Island – اېرشا ټاپو

مخکینی نوم یې ناپییر ټاپو (Napier Island) دی. د چین د ګوانګډونګ، ګوانګژو په یوشو ولسوالۍ کې ټاپو دی. په یاد ټاپو کې د امریکا د کوانګژو نړیوال ښونځی هم موجود دی. د پینګ پانګ لپاره سټوډیم او د دولت لخوا د سپورت د روزنې مرکز هم پکې جوړ شوی. له دې پرته د ګوانګډونک د هنر میوزیم پکې موجود دی او د زینګ های په نوم د کانسرټ لپاره صالون هم پکې شته دی. د چونکي، هانګ چېنګ، اېرشاداو د سپورت پارک او ګوانګژو فژان په نوم واړه پارکونه پکې جوړ شوي. په ټاپو کې مخکې د فرانسویانو “د کانټون فرانسوی ښونځی” هم موجود وو. چین غواړي په ۲۰۲۴ کې د مېټرو ۱۲ کرښه (اېرشا مېټرو سټېشن) پکې جوړه کړي.

انګرېزان یې د ناپییر ټاپو په نوم پېژني. د پرل سیند یې په دوه څانګو وېشلی. د لمړۍ اوپیم جګړې ۱۸۳۹–۴۲ پرمهال د کانټون له نیولو مخکې انګرېزانو له چینایانو د ټاپو یوه برخه ونیوله، د جګړې له پای مخکې ورانه شوې سیمه چینایانو بېرته ورغوله او دوه سوه توپې یې پکې نصب کړې خو د کانټون د نیولو پرمهال د ۱۸۴۷ په اپرېل کې انګرېزانو له چینایانو ۴۹ توپې ونیولې. د دوېم اوپیم جګړې ۱۸۵۶–۶۰ پرمهال انګرېزانو د ټاپو ستراتیژیکه سیمه ونیوله. د ۱۸۵۶ کال په اکتوبر کې امریکایانو په ټاپو حمله وکړه او ځینې برخې یې د باریرفورټس جګړې پرمهال له چینایانو ونیولې.

Sidebar



Share
Hide Buttons