Velvet Glove – وېلوېټ ګلوف

له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکی کاناډا کې جوړ شوی توغندی وو. په ۱۹۵۳ کال کې کاناډېر او (CARDE) اوسنی نوم یې (DRDC Valcartier) دی پیل کړی وو. په ۱۹۵۶ کې چارې بشپړ شوې خو کاناډا یې تولید بند کړ. د طرحې اصلي چارې یې په ۱۹۴۸ کې پیل شوې وې او د اورو سي اېف-۱۰۰ کانک په نوم الوتکو ته پام کې نیول شوی وو. په ۱۹۵۱ کې د توغندی د طرحې پلان تر الوتکو عصري او پرمختللی شو. وروسته کاناډا اورو ارو په نوم الوتکو ته طرحه ځانګړې کړه خو بیا هم د توغندي سرعت ته په کتو کوم چې له غږ چټک وو او د الوتکو وړتیا ته په کتو په ۱۹۵۶ کې له بشپړېدو وروسته د تولید پروسه ودرول شوه.

د توغندي د هدایت لپاره نیمه د رادار سیستم کارېده کوم چې د مخروطي شکل پوز وروسته موجود وو. د چاودنې سیستم یې هدف ته لنډ واټن کې چاودنه وه. سروکي یې ۲۷ کیلو ګرامه وزن لره.

Sidebar



Share
Hide Buttons