د کیمیا څانګې

د خوړو کیمیا
د کیمیا څانګه ده کومه چې د خوړو ترکیب مطالعه کوي، همداسې یې د تولید په بهیر کې، د ساتنې، چمتو کوونې او هاضمې پرمهال بدلون مطالعه کوي. د هغو کیمیاوي توکو تعامل ته کتنه کوي کوم چې په خوړو کې موجود دي. همداسې د هغو ترکیبونو په اړه پلټنې کوي کوم چې د خوړو ساتنه کوي او په خوړو کې د هغو ځانګړنو مطالعه کوي کوم چې د حس په غړو اغیز کوي. د خوړو کیمیا د ژوندیو له کیمیا سره ورته والی لري. د خوړو کیمیا کې چې کوم خواړه مطالعه کیږي په عمده توګه کاربوهایډریټ یا ګلوسید، د پروتینو او امینو اسیدونو لرونکي او شحمو لرونکي خواړه دي. د کیفیت د کنټرول لپاره یې کیمیاوي تجزیه کاریږي تر څو د کیمیاوي او بیولوجیکي ککړتیا او جعل کاري مخنیوی وشي.


د لرغون پوهنې کیمیا
د کیمیا پوه څانګه ده او په لرغونپوهنه کې کاریږي. د بېلګې په توګه که چېرې یوې لرغونې سیمه کې د لرګیو بېلرونه، د خټینو لوښو ټوټې او یا هم پخوانۍ ګلدانۍ وموندل شي نو د لرغون پوهنې کیمیا پوه یې څېړنه کوي ترڅو په بېلرونو او پخوانۍ کوزې یا منګي کې د تارتریک اسیدو (تارتاریک اسید) او یا د کنډ شتون وګوري او په دې ځان پوه کړي چې مخکې یاد د لرګي بېلرونه او یا کوزې د انګورو د شرابو لپاره کارېدې او که نه. دا تخنیک په تېر لرغوني وخت کې د انګورو د شرابو د سوداګري په اړه د مالوماتو لپاره کاریږي.

په ۲۰۱۹ کې د اسیکلي هویوک لرغونې سیمه کې د لرغونپوهنې د کیمیا تخنیک وکارېده او په سیمه کې د ادرارو له غلظت یې دا مالومه کړه چې تقریبا تر ۱۸۰۰ پورې ژوي او انسانان هره ورځ په سیمه کې موجود وو.


د ژوندیو کیمیا
د هغو کیمیاوي تعاملونو مطالعه ده کوم چې د ژوندیو په داخل کې ترسره کیږي په ځانګړې توګه په حجرو کې. د حجرو تر منځ د اړیکې سیستم په اوږدو کې د کیمیاوي بیولوجیکي بهیر پېچلتیا او د میتابولېزم پر مهال د انرژي لېږد کنټرول کیږي. له نیمې پېړۍ را په دیخوا د ژوندیو کیمیا توانېدلې چې ګڼ شمېر بیولوجیکي بهیرونه هم پام کې ونیسي او اوسمهال د بیولوجي زیاتې رشتې له بوټپوهنې نیولې تر طب پورې د ژوندیو کیمیا کاروي او په څېړنو کې یې بوخت دي.

اوس وخت کې د ژوندیو کیمیا د غټو مالیکولونو جوړښت، دندې، فعل او انفعال ته کتنه کوي لکه کاربوهایډرېټونه یا ګلوسیدونه، لیپیدونه، پروتینونه او نیوکلیک اسیدونه کوم چې خپل حجروي شکلونه جوړوي او مختلف ډوله بیولوجیکي دندې ترسره کوي. همداسې د ژوندیو کیمیا تر ټولو وړو مالیکولونو او ایونونو سره هم کار لري او امکان لري چې غیرې عضوي واوسي لکه د هایډرونیم ایون، هایډورکسیل او یا هم وسپنیز کېشنونه او همداسې امکان لري چې عضوي واوسي لکه امینو اسیدونه کوم چې پروتینونه جوړوي.


کیمیاوي بیولوجي
د کیمیا یوه څانګه ده کوم چې ژوندي د کیمیاوي ابزارو یا وسایلو په ذریعه مطالعه کوي. کیمیاوي بیولوجي کلیمه په ۱۹۴۵ کې د کلیفورنیا د ټکنالوجي انسټیټیوټ ابداع کړې. اوسمهال په روغتیا، چاپېریال، د کرنې کیمیا، درملنې، تشخیص او ایکولوجي کې کاریږي.

د ژوندیو له کیمیا سره توپیر لري. د ژوندیو په کیمیاوي پېښو رڼا اچوي او د درملو په جوړولو او پراختیا کې ونډه اخلي. کیمیاوي بیولوجي مالیکولي ابزار، سیستمونه او ټکنالوجي جوړوي کوم چې د بیولوجیکي بهیرونو په پوهېدو کې مرسته کوي.


د ژوندیو د کیمیاوي بهیرونو تقلید کوونکې کیمیا
د عضوي او غیرې عضوي کیمیا یوه څانګه ده. د هغو کیمیاوي تعاملونو د بهیرونو تقلید کوي کوم چې په بیولوجیکي چاپېریال کې ترسره کیږي. کوم توکي چې تولیدوي د بایو انسپایرېشن په نوم یادیږي. د ژوندیو د عضوي کیمیا برخه ګڼل کیږي.

بېلګې
لکه د انزایمي تعاملونو تقلید په مصنوعي کتالیسټونو کول (په مصنوعي انزایمونو). او هڅه کوي چې انزایمونه کوم څه چې زمونږ غړو کې کوي له هغې سره نږدې تعاملونه ترلاسه کړي (حقیقي یا فرض شوي تعاملونه). دا څانګه کولای شي یو ځانګړی انزایم یامالیکول مطالعه کړي او یا هم د یوې وسپنې ځانګړنې پام کې ونیسي. مصنوعي فوټوسنټېز یې یوه بېلګه ده.


 

Sidebar



Share
Hide Buttons