په عامه ځای کې خبرې

یوه تر ټولو عامه وېره په عامه ځای کې د خبرو ده خو په ورته وخت کې داسې هېڅ کوم بد پکې نشته چې تاسې یې باید په اړه وېره ولرئ. د ژوند په ډېرو برخو کې په عامه ځایونو کې خبرې ډېرې اړینې دي او له همدې امله تاسې باید په دې وېرې برلاسي شئ. په نړۍ کې یوازې ته نه یې چې په عامه ځایونو کې د خبرو اړه تشویش لري بلکې د نړۍ ډېری وګړي دا تشویش تجربه کوي او پرې د برلاسه کېدو لپاره خپل ځان کې وړتیاوې اضافه کوي.

مخکې له مخکې چمتوالی
د نړۍ ټول هغه وګړي کوم چې په عامه ځایونو کې د خبرو ښه وړتیا لري ټول یې خپله کې یوه ګډه ځانګړنه لري او هغه مخکې له مخکې چمتوالی او تمرین دی. تر خبرو مخکې باید د خبرو په موضوع پوه واوسئ او کله چې په موضوع خبرې کوئ نو تاسې باید پکې کافي پوهه ولرئ. ځینې خلک دا تېروتنه کوي چې د موضوع په اړه را ټوله کړې پوهه په یادو یادوي خو که چېرې په منځ کې ترې بل پوښتنه وکړي او یا هم کوم بل ډول مزاحمت رامنځته شي نو تاسې څخه د خبرو ځای ورکېدای شي او دا مو هېرېدای شي چې ورپسې مو څه وېل غوښتل او د اورېدونکي مو دا شک کولای شي چې تاسې موضوع کې کافي پوهه نه لرئ او په دې چارې تاسې خپل باور له لاسه ورکولای شئ. د دې ډول حالت د مخنیوي لپاره په هغو ټکو ځای پوه کول اړین دي کوم چې تاسې تشرېح کول غواړئ.

مثبت پاتې کېدل
د ځینو خلکو تېروتنه دا وي چې د ځان په اړه منفي تعریفونه زهن کې ساتي. تل زهن کې له ځان سره د ځان په اړه مثبتې خبرې وکړئ. که چېرې تاسې دا تمرین ترسره کړئ نو د تشویش لویه برخه به مو له منځه وړې وي.

کیسه کول
د هر چا ښه کیسه خوښیږي. له ډېره پخوا خلک کیسې کوي، له دومره مخکې چې کیسه لا لیکل شوې هم نه وه خلک یو بل ته کیسې کوي. کله هم چې تاسې په یوې پېچلې موضوع خبرې کوئ او تاسې غواړئ چې په دې پېچلې موضوع خلک په بشپړ توګه پوه شي نو د لنډې او اړوند کیسې له لارې یې په ډېره اسانۍ پوه کولای شئ.

له خپل ځان څخه ځان خبرول
کله هم چې خبرې کوی که چېرې تاسې د ځان د تشویش په اړه فکر وکړئ نو تاسې دا فکر هم کولای شئ چې وېره او نا ارامتیا مو نورو ته هم څرګنده ده او دا چاره تاسې نور هم نا ارامه کوي. په ډېرو حالتونو کې اورېدونکو ته ستاسې وېره نه ښکاري. که چېرې په دوامداره توګه تاسې دې ته پام وکړئ چې اورېدونکو ته مو وېره او تشویش او له دې امله رامنځته شوې نا ارامتیا ښکاري او که نه نو دا چاره یې نوره هم زیاتوي.

Sidebar



Share
Hide Buttons