د شخړو هوارول

کار ځای، ټولنه او کورنۍ درېواړه باید داسې ځای وي چې له سولې ډک وي. په یادو درېواړو ځایونو کې تاسې له ستونزمنو حالتونو سره مخ کیږئ او تاسې په ستونزمن حالت د برلاسه کېدو هڅه کوئ. تر ټولو غوره لار د ستونزې هواری دی.

مهاتما ګاندي وایي : “هغه بدلون په خپله واوسه چې ته یې نړۍ کې لیدل غواړې.”

په پورته یادو درې ځایونو کې ممکن تاسې د ډېر فشار لاندې ځان احساس کړئ، ممکن ډېر سټرس تجربه کړئ، ممکن د بل له برید کوونکي چلند سره مخ شئ. ډېری وخت دا ډول حالت مونږ ډېر ژر جذبوي او له سوله ایز پاتې کېدو مو راګرځوي. په داسې ننګونکي حالت کې اړینه ده چې د بېرته برید لپاره خپل احساسات کنټرول کړئ او یو څو ګامه سم لوري ته د ستونزې د هوارېدو لپاره واخلئ. که چېرې ستاسې غبرګون احساساتي وي نو له خپلې موخې مو بل لور ته بیایي.

په کورنۍ، ټولنه او کار ځای کې له نورو سره روغتیا لرونکې پولې ټاکل هم اړین دي. ځان په دې پوه کول اړین دي چې د څه زغم لرې او د څه زغم نه لرې. که چېرې د زغم له پولو مو څوک بهر تګ وکړي نو په رغونکې توګه هواري ته مخه کړئ. وېل یې اسان دي خو کول یې اسانه چاره نه ده خو تمرین مو دا وړتیا ښه کولای شي. د ځان د پولو ټاکلو لپاره د ځان پېژندل اړین دي. د ځان پېژندل ډېری وخت د تېر وخت له تجربو کیږي د یو څه تجربه کول کلکې پولې جوړولی شي او تاسې ته خپل ځان او د زغم کچه در په ګوته کولای شي. کله هم چې د انسان مقام، ژوند او د ژوند حالتونو کې بدلون رامنځته کیږي نو ټاکل شوې پولې هم خپل ځایونه ورسره بدلوي.

تل د پوهېدو هڅه وکړئ
له نورو سره هره شخړه مونږ ته د ځان په اړه یو څه را زده کوي او دا زمونږ دنده ده چې په هر هغه حالت کې کوم کې چې بل سره توافق ته نشو رسېدلی په دې حالت کې خپل مخالف رول په ګوته کړو : لمړی له خپل نظره شخړې ته کتنه کول او بیا د مقابل کس له نظره حالت تعریف کول مو د ځان او حالت په اړه پوهه زیاتولی شي.

Sidebar



Share
Hide Buttons