په خبرو کې د خپل نظر بیان او برید

د اغیزمنو خبرو اترو له لارې تر بل د پیغام رسولو لپاره ډېرې لارې چارې شته چې ځینې یې تر نورو ډېرې اغیزمنې او ښې دي. خو اړینه داده چې خبرو کې بل کس خپلې اړتیاوې درک کړي. دا چاره په مسلکي طریقه د خپل نظر د بیان له لارې امکان لري او هغه هم په داسې طریقه چې له موضوع بهر تګ نه کوي او په داسې ساده الفاظو نظر بیانوي په کومو چې نور په اسانۍ پوهېدلای شي.

په دې پوهېدل هم اړین دي چې باید څه ووایې او کله یې باید ووایې. که چېرې ته یوه ناسمه کلیمه وکاروې او یا یې بې وخته وکاروې نو ټول باور دې پرې له منځه تللی شي. ډېرې زیاتې او یا ډېرې کمې خبرې کول ستاسې په اړه په هغو خلکو کې منفي انځور جوړولای شي کوم چې تاسې ته ارزښت لري. تل بل خبرو ته پرېښودل او بیا ورپسې خپل نظر بیانول که چېرې داسې نه وي نو یوازې مزاحمت نه ګڼل کیږي بلکې د اغیزمنو خبرو اترو پولې هم ورسره ړنګیږي. د خبرو لپاره بلنه ورکول یې تر ټولو ښه طریقه ده. په دې پوهېدل هم اړین دي چې کله باید خبرې وکړې او کله چپتیا غوره کړې.

د خپل نظر بیانونکي خبرې تل د خپل نظر چار چاپېره راڅرخیږي خو د برید کوونکي کس تل د بل کس په اړه نظر وي. په خبرو کې صفت او قید کارول ډېرکم کړئ. د اوږدو خبرو تشرېح په لنډو خبرو وکړئ. له وړاندیز پرته له تفصیل ویلو ډډه وکړئ.

خلک تقریبا ۸۰ % پیغام د لیدلو له لارې ترلاسه کوي او ۲۰ % د غوږونو له لارې ترلاسه کوي. د بدن په ژبه کې د درېدو، ناستې، لاسونو او مخ په طریقه ځان پوه کړئ. په بدن کې مو باید برید او غیرې فعاله اوسېدل نه وي بلکې د پیغام بیان پکې نغښتی وي. په دې پوهېدل اړین دي چې ستاسې د بدن د کومې برخې کوم ډول خوځښت بل ته کوم ډول پیغام رسوي. د بېلګې په توګه که تاسې غسه اوسئ پرته له پوهېدو او ارادې ستاسې د بدن ژبه د غسې بیان کوي. د بدن د ژبې د کنټرول لپاره بهر کې ښکاره او داخل کې د پټو احساساتو کنټرول زده کول اړین دي.

Sidebar



Share
Hide Buttons