Nord AA.20 – نارډ اې اې ۲۰

د فرانسې له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکی توغندی وو، نارډ اووېشن جوړ کړی وو. په دې وخت کې، لوېدیځې اروپا کې تازه له هوا څخه هوا ته د توغول کېدونکو توغندیو جوړونه او کارونه پیل شوې وه او یاد توغندی یو له لمړنیو جوړو شوو توغندیو ګڼل کیږي. د طرحې چارې یې په ۱۹۵۳ کې پیل شوې وې. تولید یې په ۱۹۵۶ کې د فرانسې په شاتي یو سیمه کې پیل شو. ټولټان تقریبا ۶۰۰۰ توغندي جوړ شول او یوازې تر ۱۹۶۰ کال پورې هوایي ځواک د کارونې لپاره له ځان سره لرل.

اې اې ۲۵
د اې اې ۲۰ بل ورژن وو په کوم کې چې د رادار بیم اضافه شوی وو تر څو په خرابه هوا کې او شپه کې هدف په نښه کړای شي. د اې اې ۲۰ ډېری توغندي هم په اې اې ۲۵ ورژن بدل شوو او ډاسټ مېراج ۳ الوتکو کې نصب شول. وروسته یې اې اې ۲۶ ورژن هم جوړ شو خو د فرانسې هوایي ځواک د ار ۵۱۱ توغندیو کارولو ته مخه کړه.

په پیل کې د فرانسې حکومت له (FECMAS) سره د توغندیو تړون لاسلیک کړی وو خو وروسته یاد شرکت له نارډ اووېشن سره شریک شو. یادو شرکتونو په ورته وخت کې د ټانک ضد اېس اېس ۱۰ باندې هم کار روان کړی وو. د جوړونې موخه یې بل پرمختلي توغندي ته لار جوړونه وه کوم چې اوسمهال د ار ۵۳۰ په نوم یادیږي.

د کمانډ په ذریعه هدایت کېدونکی توغندی وو (کوم چې په راډیو، سیم یا توغندي کې د نصب سیستم په ذریعه او یا له بل ځایه په یوه نصب سیستم هدایت کیږي). د هدایت کېدو لپاره یاد سیستم نارډ اووېشن شرکت د ټانک ضد توغندیو کې هم کارولی وو. توغندی به چې کله له الوتکې وتوغول شو نو داسې سیمه کې له الوتکې هدایت کېده چې پیلوټ په سترګو سیمه لیدلی شوه. د کنټرول مېکانېزم ته د توغندي د لوري په اړه د مالوماتو د چمتو کولو لپاره پکې جایروسکوپ کارېدلی وو. لمړۍ توغونه یې د جامدو توکو په هغو دوګونو موادو کېده کوم چې د راکټ د توغونې لپاره کاریږي او سرعت ته له رسېدو وروسته پکې د راکټ د توغونې لپاره انجن کارېدلی وو خو جامد او مایع توکي یې د توغېدو لپاره کارول. د لوري بدلولو لپاره پکې څلور پرو ته ورته وزرونه نصب وو. د توغندي پای کې فشنګ نصب شوی وو کوم چې پیلوټ ته دا وړتیا ورکوله چې توغندی په خپل سیستم وویني او هدایت یې کړي.

سروکي یې ۲۳ کیلو ګرامه وزن لره او له چاودېدو وروسته په چرو د بدلېدو سیستم پکې کارېدلی وو. د چاودولو لپاره پکې هدف سره د نږدې چاودنې سیستم کارېدلی وو او له هدف څخه ۱۵ متره واټن کې به یې چاودنه کوله. د ټول توغندي وزن ۱۳۴ کیلو ګرامه او تر ۴ کیلو متره لرې واټن کې یې هدف په نښه کولای شو. د هدایت لپاره د کمانډ سیستم توغندي ته دا وړتیا هم ورکړې وه چې له هوا څخه په ځمکه هم هدف په نښه کړای شي خو په شپه کې او خرابه هوا کې یې د هدف په نښه کولو وړتیا ترې اخیسته وه ځکه چې یاد سیستم په خرابه هوا کې او شپه کې هدف نشي لیدلی.

د توغندي فزیکي جوړښت یا شکل وروسته د اې اېس ۲۰ او اې اېس ۳۰ توغندیو کې وکارېده کوم چې یوازې له هوا څخه په ځمکه هدف په نښه کولای شي. په همدې توغندیو کې (اې اېس ۲۰ او اې اېس ۳۰) وروسته فرانسې په لمړي ځل د لایزر په ذریعه د هدایت سیستم وکاروه.

 

Sidebar



Share
Hide Buttons