Ammonium tetrathiomolybdate – امونیم ټېټرا تېومولیب ډېټ

کیمیاوي ترکیب دی. فورمول یې دی. د مولیب ډېنم د کیمیاوي تعاملونو او څېړنو لپاره اړینه مالګه ده. په غیرې عضوي بیولوجیکي کیمیا کې د جوړښت د کندې یا تعمیراتي بلاک په توګه کاریږي. له بدن څخه اضافي مس بهر کوي او د سرطان د ډېری ډولونو د درملنې لپاره پرې ازموینې روانې دي. که چېرې مس بدن کې کم شي نو له دې چارې سره د وینې نوي هغه رګونو نه جوړیږي کوم ته چې تومور د ودې لپاره اړتیا لري او نه جوړېدنه یې ممکن سرطاني حجره ووژني.


کارونه
امونیم ټېټرا تېومولیب ډېټ په پیل کې د کاپر ټاکسېکوسېس د درملنې لپاره په ژو کې کارېده. وروسته د وېلسن په نوم د جنتیکي ناروغۍ د درملنې لپاره درمل وګڼل شو. د وېلسون ناروغي په انسانانو کې د مس د مېټابولېزم د بې نظمي ارثي ناروغي ده. کلینکي مطالعو ښودلې چې امونیم ټېټرا تېومولیب ډېټ د هغو درملو په پرتله چې د مس د کچې کمولو لپاره موجود دي په اغیزمنه توګه د مس کچه کموي.


چمتو کوونه او جوړښت
په دې مالګه کې ټېټرا هیډرل انیون موجود وي. ترکیب یې د امونیا په شتون کې د مولیب ډېټ په محلول کې د هایډروجن سلفایډ په کارولو جوړیږي.


ورسره تړاو لرونکي ترکیبونه
ځینې ورسره تړاو لرونکي تېو او سېلېنو انیون ترکیبونه د القلي وسپنې کېن  په شمول لاندې نوملړ کې وګورئ

ډېر پېچلي ټېټرا هېډرال انیون کې شامل دي


د امونیم ټېټرا تېومولیب ډېټ مالګه ده د امونیم مولیب ډېټ له غلیظ محلول څخه د هایډروجن سلفایډ د ګاز په تېرېدو جوړه شوې.

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons