Airbus A³ Vahana – اېربس اې ۳ واهانا

په نوم کې یې د (Vahana) مانا د انتقال وسیله ده. برېښناي، په عمودي توګه الوت او ناسته کوونکې الوتکه ده. د جوړونې پروژه یې په ۲۰۱۶ کې پیل شوې. لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۳۱ نېټه کړې. په پروژې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې چارې پایی ته ورسېدې. ټولې دوه الوتکې جوړې شوي او دواړه تقاوت شوي. د جوړونې موخه یې په لویو ښارونو کې په بشپړ توګه خودمختاره الوتونکی ټکسي وو. الوتکه په خپله د خپل ځان پیلوټي کوي. د سپرلیو او ټرانسپورټ لپاره کار ترې اخیستل کېدای شي.

د ازموینې لپاره یې ټولې ۱۳۸ الوتنې کړي. پروژه د سیټي اېربس لخوا د اروپا اېر بس شرکت ته ورکړل شوې وه او اېربس شرکت خپلې ټولې چارې د ۲۰۱۹ کال ترپایه په بریالۍ توګه پرې بشپړ کړې او له بشپړ کېدو وروسته یې سیټي اېربس ته وسپارلې.. په ۱۳۸ الوتنو کې یې ۹۰۳ کیلو متره واټن او ټولټال ۱۳ ساعته د ازموینې الوتنې پرې کړي. تر ټولو اوږده الوتنه یې ۱۹ دقیقې ۵۶ ثانې وه په دې وخت کې یې ۵۴.۲۴ کیلو متره واټن وهلی دی.

طرحه یا ډیزاین
په طرحه کې یې برېښنایي چورلکه او اته پکې ته ورته څرخونه شامل دي. د دواړو طرحو (برېښنایي چورلکې او پکي) په هوا کې د لامبو وهلو د فعالیت ارزونه یې د څرخ د خوځښت په تیوري شوې. برېښناي ترتیب یې په کم واټن کې غوره دی او د افقي څرخونو په اوږد واټن کې غوره دی. تمه کیږي چې برېښنایي څرخونه به یې د غږ کموالي او خوندیتوب کې مرسته وکړي.

تر ۹۰ کیلو ګرامه پورې وزن ځان کې انتقالولای شي. برېښنایي سیستم یې ۱۵ کیلو ګرامه او د چوکۍ وزن هم ۱۵ کیلو ګرامه دی. د خوځښت لپاره برېښنایي سیستم یې تر ۰.۶۵ کیلو ګرامه وزن لري. اته برخې یې د برېښنايي چورلکې او دولس برخې یې د څرخونو لپاره دي. د څرخونو لپاره ۴ کیلو ګرامه اضافي د خوځښت برېښناي سیستم لري، همداسې ۱۰ % د نصب کېدو کلک ابزار دي.


ځانګړنې

  • پیلوټ : بې پیلوټه
  • سپرلۍ : تر ۹۰ کیلو ګرامه پورې د یو کس ظرفیت
  • اوږدوالی : ۵.۷ متره
  • د وزرو یا څرخونو پراخوالی : ۶.۲۵ متره
  • لوړوالی : ۲.۸۱ متره
  • وزن : ۶۹۵ کیلو ګرامه
  • د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۸۱۵ کیلو ګرامه
  • سرعت : په ساعت کې ۲۰۰ کیلو متره، په یو ځل تر ۵۰ کیلو متره الوتنه کولای شي
د ۲۰۱۹ کال د پاریس په هوایي نندارتون کې اېربس اې ۳ واهانا

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons