Diammonium phosphate – ډایامونیم فوسفېټ

د ډایامونیم هایډروجن فوسفېټ په نوم هم یادیږي. کیمیاوي فورمول یې دی. د امونیم فوسفېټ مالګو د هغې لړۍ برخه ده کومې چې اوبو کې د حل کېدو وړ دي. له فاسفوریک اسیدو سره د امونیا له تعامل څخه رامنځته کیږي. جامد ډایامونیم فوسفېټ د امونیا د جلا کېدنې فشار ښي لکه د لاندې فورمول اصطلاح کې :

په ۱۰۰ °C کې د امونیم د جلا کېدنې فشار تقریبا (5 mmHg) دی. تقریبا په ۷۰ °C کې یې تجزیه پیل کیږي. د خونې په تودوخه کې په تدریجي توګه امونیا له لاسه ورکوي. په ۷۰ °C کې په امونیا او مونوامونیم فوسفېټ تجزیه کیږي. په ۱۵۵ °C کې فوسفوروس اوکسیډونه، د نایټروجن اوکسیډونه او امونیا خپروي.


کارونه
ډایامونیم فوسفېټ د سرې په توګه کاریږي. کله چې د بوټي د خوړو په توګه وکارول شي په لنډمهاله توګه د خاورې پي اېچ زیاتوي خو په اوږد مهال کې ځمکه تر پخوا ډېره زیاته اسیدي یا تېزابي کوي. د تېزابي کېدو لامل یې د امونیا نایټرفېکېشن دی. له الکلاین کیمیاوي توکو سره مطابقت کوونکی نه دی لامل یې دا دی چې د دې امکان شته چې په لوړ پي اېچ چاپېریال کې یې د امونیم ایون په امونیا بدل شې. په محلول کې یې د منځنۍ کچې محلول ۷.۵–۸ دی. عام فورمول یې لاندې وګورئ

ډایامونیم فوسفېټ د اور د ورو کوونکي یا د اور د خپرېدو د مخنیونکي په توګه هم کاریږي. د توکو د احتراق په تودوخه کې کموالی رامنځته کوي، د سکرو حجم زیاتوي، د وزن له لاسه ورکوونې نرخ کې کمی رامنځته کوي. کله چې ځنګلونو کې اور ولګیږي د پایرولې سېس تودوخه کموي – پایرولې سېس په لوړې تودوخې د تجزیه کېدو بهیر ته وایي، همداسې د سکرو حجم زیاتوي کوم چې له نورو توکو سره د اور د جلا کېدو یا واټن لامل کیږي. په سوداګریزه توګه د اور وژنې توکو او هغو سګرټو کې کاریږي چې سکروټه یا انګار یې ژر نه ایره کوي، د سګرټ په کاغذ کې کارېدلي وي.

د میډ په نوم الکول لرونکي څښاک کې، د انګورو په شرابو جوړونه کې د خمیرې په توګه، په ځینې سګرټو کې د نیکوتین د تقویت کوونکي په توګه، د بورې په تصفیه کوونه کې هم کاریږي. په وسپنو کې هم کار ترې اخیستل کیږي.


په طبیعي توګه پیدا کېدنه

په طبیعي توګه د فوسفامیت منرال په توګه ډېر کم پیدا کیږي. د ډي هایډروجن ترکیب یې د بي فوسفامیټ منرال په توګه پیدا کیږي. دواړه د ګوانو رسوب کې یا هغه رسوب کې چې د سمندري مرغانو یا اسمان څکالو غایطه مواد پکې ګډ وي پیدا کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons