Ammonium chromate – امونیم کرومېټ

یو ډول مالګه ده. مونوکلینیک کریسټال جوړوي. له امونیم هایډروکسایډ او امونیم ډایکرومېټ جوړیږي او په انځور اخیستنه کې د جېلاتین د پوښنې لپاره د حساس کوونکي په توګه کاریږي. ډیری وخت په انځور ګرۍ کې، د نساجي په پرنټ کې، په وړۍ د کرومېټ رنګونو په کارونه کې کاریږي. د کیمیاوي تعامل لپاره د عامل په توګه، د کټلېسټ یا د کیمیاوي تعامل نرخ لوړونکي او د وسپنې د زنګ ضد په توګه هم کار ترې اخیستل کیږي. په اوبو کې د حل کېدو وړ دی. که چېرې وکارول شي نو د تنفسي جهاز په استر کې، د تنفسي جهاز په کانال، سږو او سترګو کې نا ارامتیا پیدا کولای شي. که چېرې دوامداره اړیکه ورسره ولرل شي نو پوستکي کې د حساسیت لامل کېدای شي. همداسې کارسینو جینیک یا د سرطان لامل کېدونکي کیمیاوي توکي ګڼل کیږي. په ځیګر او پښتورګو کې د ټپ لامل کېدای شي.


 


 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons