Boškarin – بوسکارین غوییز

د ایستریا، سلوانیا او کرو اېشیا د شیدو لپاره د غوییزو نسل دی. نسل یې تقریبا له ورکېدو سره مخ وو خو د ایستریا د غوییزو د نسل اخیستنې فدراسیون یې د نسل اخیستنې پروګرام بیا پیل کړ او اوسمهال ۳۵۰ غوا ګانې او ۸ غویان موجود دي.

خړ رنګ لري. پوز یې تور رنګ کې وي. ځواکمن بدن لري او له همدې امله د شیدو تر څنګ مخکې د قلبې او ټرانسپورټ دواړو لپاره کارېدل. د غويي وزن یې تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا تر ۶۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د منځنۍ کچې ښکرونه لري، د ژبې رنګ یې نیله ته ورته خړ رنګ وي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي.

ګمان کیږي چې نسل یې له پودولیکا غوییزو اخیستل شوی وي. تر ۱۹۶۰ لسیزې پورې په ایستریا کې تر ۶۰۰۰۰ پورې غوییز موجود وو خو کله چې سیمه ته نور نسلونه وارد شول نو له سیمه ایزو غوییزو سره تر ډېره دوه رګه شول، دې چارې تر ۱۹۹۰ لسیزې پورې د کره نسلونو شمېر ډېر کم کړ او یوازې یو څو کره نسلونه پکې پاتې وو. همداسې یې د بوسکارین نسل هم له ګواښ سره مخ کړ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons