Notophthalmus – نوتو فتالموس

د تریتون نسل دی. درې ډولونه پکې شامل دي. نوم یې د یونانۍ ژبې له (ὀφθαλμός) کلیمې اخیستل شوی، د یونانۍ کلیمې تلفظ اوفتالموس دی او مانا یې سترګه ده. په ختیځه امریکا کې پیدا کیږي. په فزیکي جوړښت کې د اروپا تریتوروس نسل ته ورته والی لري. نرم پوستکی لري او لکۍ یې پراخه شوې وي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل نوتو فتالموس

ډولونه

انځور ساینسي نوم عام نوم سیمه
Notophthalmus meridionalis د تورو خالونو لرونکی تریتون د مکسیکو شمال ختیځ او د تکزاس سوېل
Notophthalmus perstriatus کرښې لرونکی تریتون د جورجیا سوېل او مرکزي فلورېډا
Notophthalmus viridescens د ختیځ تریتون د شمالي امریکا ختیځ
Sidebar



Share
Hide Buttons