Corsican brook salamander – د کورسیکا د لښتیو سالامېنډر

د کورسیکا غرنی تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Euproctus montanus) دی. په اوپروکتوس نسل کې د تریتون یو ډول دی. د فرانسې په کورسیکا ټاپو کې پیدا کیږي. په ډبرو لرونکو لښتیو، چینو او سیندونو کې ژوند کوي. د سردینیا د لښتیو سالامېنډر سره نږدې تړاو لري. تر ۱۳ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. کله چې اوبو کې د ژوند پړاو ترسره کوي پوستکی یې نرم وي خو کله چې وچه کې ژوند پیل کړي پوستکی یې زیږوالی پیدا کوي. د بدن رنګ یې نسواري یا زیتونو ته ورته وي خو ځینې وخت دې رنګ کې نارنجي رنګ او سوروالی هم لري.

سږي یې ډېر واړه یا نشته وي، په داسې اوبو کې ژوند کوي چې کافي اکسیجن پکې وي. په خپل پوستکي د سا اخیستلو لپاره اکسیجن جذب کوي. کله چې اوبو کې د مثل تولید وکړي بېرته وچې ته ځي او همداسې د ژمي خوب هم په وچه کې کوي. خواړه یې واړه بې شمزي او حشرې دي. تر ۳۰ پورې هګۍ اچوي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل اوپروکتوس

Sidebar



Share
Hide Buttons