Sardinian brook salamander – د سردینیا د لښتیو سالامېنډر

د سردینیا غرنی تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Euproctus platycephalus) دی. په اوپروکتوس نسل کې د تریتون یو ډول دی. تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. نر یې تر ښځې کوچنی وي. د کورسیکا دلښتیو له سالامېنډر سره ورته دی خو تر یاد تریتون یې سر ډېر پراخ دی، همداسې یې غاړه ترې ډېر خالونه لري او پاراټوایډ مرغړي یې هم ترې واړه دي. لاندینۍ ژامه یې د پاسینۍ په پرتله لنډه وي. د پوستکي رنګونه یې زیتونو ته ورته، خړ، سور رنګه نسواري وي. د بدن په اوږدو کې یې اوږدې زېړې یا نسواري کرښې موجودې وي. د ګېډې رنګ یې روښانه وي او منځ یې تور یا زېړ خالونه لري.

په ژمي کې خوب کوي خو که چېرې تودوخه بې کچې زیاته وي اوړي کې هم د اوړي خوب کوي. جنسي اړیکه په اوبو کې نیسي. ډېر فعال نر یې ارامه ښځه په خوله کې نیسي او د جنسي اړیکې لپاره یې د خپلې خوښې سیمې ته وړي. په څو اونیو کې یې ښځه تر ۲۲۰ پورې هګۍ اچوي. خپلې هګۍ ممکن د شګې لاندې خښې کړي او یا یې د ډبرو ترمنځ جوورې شوې سمڅه کې پټوي. د لاروای بچیانو د بدن بدلون یې۶ تر ۱۵ میاشتو پورې موده کې ترسره کیږي. د بدن بدلون یې له تودوخې سره تړاو لري.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل اوپروکتوس

Sidebar



Share
Hide Buttons