Black-spotted newt – د تورو خالو تریتون

د تکزاس تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Notophthalmus meridionalis) دی. دمکسیکو په شمال ختیځ او د متحده ایالتونو د تکزاس په سوېل کې پیدا کیږي. په ۲۰۲۲ کال کې یې د ډول غړي تر پخوا ډېر کم شوي وو. په نوتوفتالموس نسل کې تر نورو ډولونو اوږده دي. ښځه یې تر نر غټه وي. تر لس سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د بدن رنګ یې زیتون ته ورته شین رنګ وي او په دې رنګ کې تور خالونه لري. د ګېډې رنګ یې زېړ وي.

په داسې اوبو کې ژوند خوښوي چې کمې ژورې وي او ګڼ واښه پکې وي. د ځمکې لاندې پټیږي. که چېرې تودوخه زیاته شي او اوبه وچې کړي نو د ډبرو او یا هم د خوسا شوې ګیا لاندې وي. د مثل تولید په باراني موسم کې کوي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل نوتو فتالموس

Sidebar



Share
Hide Buttons